ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی افغانانو ته د منلو نه دی

عبدالله: د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی افغانانو ته د منلو نه دی

author avatar
23 Sep 2020 - 15:55
عبدالله: د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی افغانانو ته د منلو نه دی
author avatar
23 Sep 2020 - 15:55

کابل (پژواک، ۲ تله ۹۹): د ملي مصالحې عالي شورا رییس وايي چې د سولې له مذاکراتو سره هم مهال په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده او د طالبانو دغه کړنې د افغانانو لپاره د منلو نه دي.

دغه موضوع د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله تېره شپه د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو اړیکو د شورا په انلاین ناسته کې څرګنده کړه.

هغه وویل: «تمه لرو په دوحه کې تاریخي بین الافغاني خبرې په هېواد کې د څلورو لسیزو جګړو او وینې تویېدنې ته د پای ټکي کېږدي.»

عبدالله د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړه چې د افغانستان خلک تمه لري څو دغه تاوتریخوالی د پام وړ کم شي او په هېواد کې یو بشري اوربند رامنځته شي.

هغه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدل د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دي. په دې توګه د سیمې ټول هېوادونه د ترهګرو ډلو تر ګواښ لاندې دي.

د افغانستان د دولت دغه لوړ پوړي چارواکي د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي لپاره له نوو ارزښتونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه، ټاکنې، د رسنیو ازادي او د مدني ټولنې فعالیتونه مهم بللي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا د رییس په وینا، نوموړی به په راتلونکو ورځو کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت له مشرانو سره د لیدنې لپاره اسلام اباد ته رسمي سفر وکړي او په افغانستان کې به د سولې او پخلاینې په اړه خبرې وکړي.

ډاکټر عبدالله د تاوتریخوالي د کمښت او د طالبانو له خوا د اوربند پر اعلانولو ټینګار وکړ چې ۱۲ ورځې وړاندې په قطر کې د بین الافغاني خبرو د پرانیستې رسمي مراسم ترسره او د هغه په دوام د خبرو اترو د ګډو کمېټو ترمنځ د سولې مذاکراتو د څرنګوالي، د خبرو د اصولو، د خبرو د اسانه کولو د څرنګوالي، د ګډې دارالانشا رامنځته کولو او د مذاکراتو د اجندا په اړه ګډې ناستې ترسره شوې دي.

او د مرکچي ټېمونو ترمنځ تر واسه مخامخ مذاکرات نه دي پیل شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.