ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوی درستیز: وسله وال طالبان د سولې له مذاکراتو ناسمه ګټه پورته کوي

لوی درستیز: وسله وال طالبان د سولې له مذاکراتو ناسمه ګټه پورته کوي

author avatar
23 Sep 2020 - 21:37
لوی درستیز: وسله وال طالبان د سولې له مذاکراتو ناسمه ګټه پورته کوي
author avatar
23 Sep 2020 - 21:37

کندهار (پژواک، ۲ تله ۹۹): د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز وايي، وسله وال طالبان له روانو مذاکراتو ناسمه ګټه پورته کوي او په دې وروستیو کې یې تشدد او بریدونه ډېر کړي دي.

ستر جنرال محمد یاسین ضیا دغه څرګندونې نن د تلې په ۲مه، په کندهار کې له چارواکو سره په لیدنه کې وکړې.

نوموړی نن له غرمې وروسته د کورنیو چارو له وزیر مسعود انداربي او د قاطع ملاتړ ماموریت له عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر سره یو ځای کندهار ته سفر وکړ او دلته یې د کندهار له والي حیات الله حیات، امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان او د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندان برید جنرال ارکانحرب میر اسدالله کوهستاني سره ولیدل.

جنرال یاسین ضیا په دې لیدنه کې وویل، وسله والو طالبانو په دې ورستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی خو امنیتي ځواکونه پرې برلاسي دي او هغوی یې ځپلي دي.

دی وايي، وسله وال طالبانو په خپلو دغو کړنو د سولې له مذاکراتو ناسمه ګټه پورته کوي.

نوموړي زیاته کړه، طالبان خپلو ژمنو ته وفادار نه دي، د ماینونو په خښولو او بریدونو په کولو سره د خلکو د ناارامه کولو هڅې کوي.

خو هغه له دې سربېره هیله ښودله څو د سولې خبرې مثبتې پالې ولري.

د کورنیو چارو وزیر لوی پاسوال محمد مسعود اندرابي وویل، امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي خو برعکس وسله والو طالبانو د تل په څېر خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

خو هغه یادونه وکړه چې امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو بریدونو ته ځواب ورکړی او هغوی یې ځپلي دي.

نوموړي په کندهار کې د امنیتي ځواکونو تر منځ پر ګډې همغږۍ ټینګار وکړ او خبر یې ورکړ چې په دې ولایت کې یې په سیمه ییزو اردو کې د سیمه ییزو پولیسو د ادغام لړۍ پيل کړې ده.

د ده په خبره، په دې توګه به هغوی د اکمال او تجهیز له پلوه پیاوړي شي او امنیتي وضعیت به مثبت بدلون وکړي.

په دې لیدنه کې د قاطع ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم وویل چې وسله والو طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی خو افغان امنیتي ځواکونو په همغږۍ غوره دفاع کړې ده.

هغه زیاته کړه، نړیواله ټولنه د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او تاوتریخوالی باید راکم شي.

راغلو چارواکو د کندهار امنیتي وضعیت هم وارزوه او د ښه والي لپاره یې تصمیمونه ونیول شول.

د کورنیو چارو، دفاع وزارت او قاطع ماموریت چارواکي داسې مهال کندهار ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.