جلال اباد (پژواک، ۲ تله ۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې يې د دولتي ځمکې د غصب په تور لس کسان نيولي دي.
دوی وايي، يادو کسانو دولتي ځمکه غصب کړې وه او اوس يې غوښتل چې ابادي په کې وکړي چې د پوليسو له لوري ونيول شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ۲مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت روداتو ولسوالۍ مربوطاتو کې پولیسو لس کسان د دولتي ځمکې د غصب په تور نيولي دي.
هغه زياته کړه، پوليسو ياد کسان په داسې حال کې نيولي چې په غصب شوې ځمکه يې د رغونې چارې ترسره کولې.
د والي وياند دا هم وويل چې پوليسو د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې يو بل تن له يوې تومانچې سره نيولی چې څېړنې ترې روانې دي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې دوه تنه د داعش له وسله والې ډلې سره د اړيکو په تور نيول شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند وايي، دغه کسان د چپرهار د شولانې په خانانو کلي کې د ملي امنيت منسوبينو د عملياتو پرمهال نيولي دي.
داعش وسله والو په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن