ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هڅې روانې دي چې افغان خبریالان د سولې خبرو د پوښښ لپاره بیا قطر ته لاړ شي

هڅې روانې دي چې افغان خبریالان د سولې خبرو د پوښښ لپاره بیا قطر ته لاړ شي

author avatar
23 Sep 2020 - 14:53
هڅې روانې دي چې افغان خبریالان د سولې خبرو د پوښښ لپاره بیا قطر ته لاړ شي
author avatar
23 Sep 2020 - 14:53

کابل (پژواک، ۲ تله ۹۹): ځینې خبریالان او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غواړي چې د سولې مذاکراتي ډله کې د رسنیو استازي هم شامل شي او افغان خبریالانو ته زمینه برابره شي چې د دغو خبرو د پوښښ لپاره قطر ته ولاړ شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، هڅې روانې دي چې ۲۶ خبریالانو ته قطر ته د تګ زمینه برابره شي تر څو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې ترخبري پوښښ لاندې راولي. 

د سولې د دغو خبرو پراينستونکې غونډه د وږي په ۲۱مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شوه. دواړه لوري تر اوسه د خبرو په تګلاره نه دي سره سلا شوي، خو په دغه برخه کې پرمختګونه شوي او ټاکل شوې چې پر اجنډا تر هوکړې وروسته د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې پیل شي. 

د سولې خبرو د پرانيستونکې غونډې د خبري پوښښ لپاره له افغانستانه يوه ډله خبريالان له حکومتي چارواکو سره دوحې ته تللي و، خو له غونډې دوه ورځې وروسته بېرته کابل ته راستانه کړل شول.

خبریالانو ته قطر کې د سولې خبرو د پوښښ لپاره د امکاناتو نه برابرول له غبرګونونو سره مخ شول، خبریالانو دغه چاره له رسنيو او د بيان له ازادۍ سره د حکومت ناسم چلند وباله او غوښتنه یې وکړه چې قطر ته د تګ لارې چارې ورته برابرې شي.

نن د اطلاعاتو او فرهنګ د خپرونو مرستیال عبدالمنان شوای شرق، کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه وزارت له رسنیو د ملاتړ په موخه تل د خبریالانو غږ تر چارواکو رسولی او اوس هم هڅه کوي چې خبریالانو ته قطر کې د سولې خبرو د پوښښ لپاره زمینه برابره کړي.

ده زیاته کړه، د سولې خبرو په مرکچي پلاوي کې تراوسه د رسنیو ونډه نه ده معلومه؛ په داسې حال کې چې د سولې په مذاکراتي ټیم کې باید د رسنیو استازي شتون ولري، تر څو د بیان له ازادۍ دفاع وکړي.

د ده په وینا، اوس د رسنیو استازي د دې وېره لري چې د سولې په خبرو کې د بیان ازادي او د رسنیو لاس ته راوړنې له پامه و نه غورځول شي.

شرق وویل:« حکومت باید خبریالانو ته په قطر کې د خبري پوښښ او سولې په خبرو کې د رسنیو استازي ته د ګډون زمینه برابره کړي او که چېرې یې دا کا ونه کړ، نو د بیان ازادۍ او رسنیو لپاره به دا کار ډېر خطرناک واوسي.»

د کلید ګروپ مشرې نجیبې ایوبي هم په نننۍ ناسته کې خبرې وکړې ویې ویل چې ځیني خلک غواړي د بیان ازادۍ غږ غلى کړي، خو د دغه غږ غلي کول اسانه کار نه دی.

دې زیاته کړه:« رسنیو تل د سولې ملاتړ کړی ، خبریالان رټل شوي، وهل شوي او په هره برخه کې یې زیاته قرباني ورکړې ،خو نن یې د سولې په خبرو کې ونډه نه ده معلومه، په داسې حال کې چې باید له خپلو حقونو دفاع وکړي.»

ایوبې وویل، چې  قطر کې د سولې مذاکراتو د پرانیستلو مراسمو وروسته له قطر نه افغانستان ته د افغان خبریالانو  راوستل دا معنا لري چې رسنیو ته ونډه نه ورکول کیږي، په داسې حال کې دا د خلکو حق دى چې د سولې پرمختګونو څخه خبر شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.