ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٤٩ پېښې ثبت شوې او يو کس ترې مړ شوى

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٤٩ پېښې ثبت شوې او يو کس ترې مړ شوى

author avatar
23 Sep 2020 - 12:07
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٤٩ پېښې ثبت شوې او يو کس ترې مړ شوى
author avatar
23 Sep 2020 - 12:07

کابل (پژواک، ٢ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٩ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۱۴۵ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د تلې په دويمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢١٣ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٤٩ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۱۴۵ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١٧ په هرات، لس په دايکندي، نهه په بلخ، شپږ په کابل، پنځه په بدخشان او يو-يو په پکتيا او ميدان وردګو ولايتونو کې پر کرونا اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٤ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۲۶۱۰ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله يو کس مړ شوى چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١٤٤٦ ته رسيږي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړه چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه  د دغه وزارت لارښونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.