د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د فېروزکوه ښار اوسېدونکي: موږ د څښاک اوبه غواړو

د فېروزکوه ښار اوسېدونکي: موږ د څښاک اوبه غواړو

Sep 23, 2020 - 18:05

فېروزکږه (پژواک، ۲ تله ۹۹): د غور ولایت د فېروز کوه ښار یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي او له ځایي چارواکو یې غوښتي څو د دوى دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

 د غور ولایت د فېروزکوه ښار د ګډوالو د ښارګوټي اوسېدونکې شمایل پژواک خبري اژانس ته وویل: «پاکې اوبه نه لرو، موږ مېرمنې هره ورځ شاوخوا دوه کیلومتره لار وهو چې اوبه راوړو، خپل ماشومان کورکې پرېږدو، کله چې راځو،  یا مو دېګ سوځېدلی وي او یا مو چې چای ايښی وي جوش شوی او چپه وي او یا مو ماشومان ژاړي.»

 هغې په داسې حال کې چې ویل یې لس کاله کیږي په دغه ښارګوټي کې اوسیږي زیاته کړه، د دغه ښارګوټي ټولې کورنۍ د څښاک د پاکو اوبو د نه شتون له امله تنګ شوي او دغې ستونزې ته د رسېدو غوښتنه کوي.

نوموړې زیاته کړ: «موږ اوبه غواړو، موږ ته پاکې اوبه راوړئ چې ډېر تنګ شوي یو.»

 په ورته وخت کې د فېروزکوه د شهیدانو د تپې اوسېدونکی صفي الله هم په هغه ساحه کې چې نوموړى اوسېږي د اوبو د نه شتون له امله شکایت کوي او وایي: «زموږ په سیمه کې د اوبو یو کوهی موجود دی ټول له هغه اوبه وړي. موږ نوبت لرو، ډېری ورځې زموږ نوبت دوه درې ورځې وروسته رسیږي. درې یا څلور بوشکې اوبه وړو. نور بیا څوک له سیند، څوک په مرکب، څوک یې پر بایسکل او ځینې نور له لرې ځایونو پر خپله شا اوبه راوړي. واقعاً له ډېرې ستونزې سره مخ یو، حکومت دې پام وکړي.»

 هغه وايي، که څه هم د هریرود، مرغاب او فراه د رود لوی سیندونه له دغه ولایته تېریږي، خو د غور اوسېدونکي لاهم د څښاک اوبو د سرچینو له کمښت سره مخ دي.

 د فېروزکوه ښار په لوېدیځ کې د جرصیفور اوسېدونکی سید یحیی وایي، له يو څه وخت راهیسې د هغوی د ټولو کوهيانواوبه وچې شوې دي او اوس مهال دوی ککړې او د سېندونو اوبه کاروي.

د ده په ​​وینا، له ناپاکو اوبو د ګتې اخیستنې له امله دوی او د دوی ماشومان په ډېرو نارغیو اخته شوي دي.

 

نوموړي زیاته کړه: «موږ ککړې اوبه چې د ښار کثافات له همدغو اوبو سره یوځای کېږي استفاده کوو چې د ناروغیو د رامنځته کېدو لامل شوې دي.»

 دغه مرکه کوونکي کسان وايي چې دوی د څښاک اوبو موضوع له حکومتي چارواکو سره شریکه کړې، خو کومه نتیجه یې نه ده ترلاسه کړې.

 د غور د ولایتي شورا غړي محمد مهدي هم وایي چې د ښار اوسېدونکو د اوبو د ستونزو په اړه دوی ته شکایت کړی او دوی هم د خلکو ستونزې له سیمه ییز ادارې او مؤسسو سره شریکې کړې دي، خو تر دې دمه ورته پاملرنه نه ده شوې.

 په همدې حال کې د فېروزکوه ښاروال محمد عارف قاضي زاده پژواک ته وویل چې له لسو کلونو راهیسې بېلابېل دولتي او غیر دولتي سازمانونه هڅه کوي څو له لرې پرتو سیمو څخه فیروزکوه ته اوبه ولېږدوي، خو د یو شمېر زورواکو کسانو د مداخلې له امله دوی نه دي توانېدلي چې د څښاک اوبو د سرچینو د نشتون ستونزه حل کړي.

 خو د فېروزکوه ښاروال له جزيیاتو پرته وایي چې د دغې ستونزې د حل لپاره ډېر پروګرامونه لري.

 هغه زیاته کړه: « زموږ یو شمېر دولتي ادارو او مؤسسوچې د ښار په داخل کې فعالیت کوي څو ځله وغوښتل چې اوبه له چینو او غرونو څخه ښار ته انتقال کړي؛ خو له بده مرغه ځینې کسانو اجازه ورنه کړه چې دهغوی ځمکو څخه تېرې شي. اوس موږ هم هڅه کوو او تر دې دمه موږ څو څو ځلې خط اچولى دى. انشاءالله دغې ستونزې ته به ژر د پای ټکی کېږدو.»

 بلخو د غور ولایت د کډوالو رییس عبدالرووف غفوري هم په دغه ښارګوټي کې د اوبو ستونزه مني؛ خو وایي په دې وروستیو کې د کلیو پراختیا وزارت د اوبو رسونې یوه پروژه په دغه ښارګوټي کې تطبیق کړې ده څو کورونو ته اوبه ورکړي.

 هغه وویل: « د کډوالو ښارګوټی اوس مهال د کلیو پراختیا ریاست له خوا اوبو رسونې ته چمتو شوی دی. په پام کې وه چې د کډوالو د ښارګوټي زر کورونیو ته اوبه ورسول شي، خو له بده مرغه ۲ زره کورنیو ته اوبه رسول شوې دي چې کافي اوبه نه دي او نه شي کولای په کافي ډول د ګډوالو د ښارګوټي اوسېدونکو ته اوبه ورسیږي، خو بیا هم د دغې ستونزې د حل په هڅه کې یو.»

دا په داسې حال کې ده چې د غور د کلیو د پراختیا ریاست د روان کال په پیل کې د دغه وزارت له بودیجې څخه د ۲۸ ميلیونه افغانیو په ارزښت د ښارګوټي لپاره د اوبو رسولو پروژه پرانیستله، خو د ګډوالو ښارګوټي د اوسېدونکو او غور د ګډوالو د امریت د مسوولینو په وینا، د دوی د اوبو ستونزه نه شي حل کولای.

 که څه هم خصوصي سکتور د فېروز کوه اوسېدونکو ته د اوبو چمتو کولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي، خو د دوی دغه کار د نامعلومو دلایلو له امله لنډ مهاله دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan