ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“فساد او قاچاق د پانګونې پر وړاندې سترې ننګونې دي”

author avatar
23 Sep 2020 - 17:10
author avatar
23 Sep 2020 - 17:10

 کابل(پژواک، ۲ تله ۹۹): د افغانستان په شپږو زونونو کې په داسې حال کې د کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې کمپاین پیلیږي چې پانګوال له فساد او په قاچاقي ډول له بهر نه د هغو توکو په رالېږد نیوکې کوي چې په هېواد کې دننه هم تولیدیږي. 

ټاکل شوې د روانې تلې میاشتې له ۲۳مې تر ۲۵ مې (درېيو ورځو) لپاره د هېواد په شپږو زونونو (کابل، هرات، ننګرهار، بلخ، کندهار او خوست) کې د کورنيو توليداتو نندارتونونه جوړ شي.

په دغو نندارتونونو کې به د کورنيو پانګوالو ترڅنګ يو شمېر بهرني پانګوال هم ګډون وکړي.

افغانستان کې د نړيوالې سوداګريزې خونې مشر جهت فضلي نن کابل کې په هغه خبري ناسته کې چې د یاد کمپاین په تړاو جوړ شوې وه، وويل چې د دې نندارتون موخه دا ده چې کورني توليدات د خپلو هېوادوالو تر څنګ نړيوالو ته هم معرفي شي، کورني توليدات نړيوالو بازارونو ته ورسول شي او په نړيوالو بازارونو کې هم نندارې ته کېښودل شي.

د صيام بزنس مشر صيام پسرلي په نننۍ ناسته کې وویل:"زموږ هدف دا دی چي خلک بايد داخلي توليدات واخلي، تر څو دغه توليدات وغوړيږي او رشد وکړي او دا يو ستر کمپاين دی، بله دا چې په افغانستان کې بايد پانګونه وشي، کورني او بهرني پانګوال بايد وهڅول شي ترڅو دلته پانګونه وکړي."

فساد او قاچاق؛ سترې ننګونې دي

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مشر شیرباز کمین زاده په یاده ناسته کې وویل چې افغانستان کې د پانګونې په مخ کې ستره ستونزه د فساد شتون او له بهر نه هېواد ته د هغو توکو په قاچاقي ډول راوړل دي چې افغانستان کې هم په پراخه کچه او لوړ کیفیت تولیدیږي. 

کمین زاده وایي چې دا مهال د چرګانو غوښه، هګۍ، کيک، کلچې، چپس، ايسکريم او ځینې نور خوراکي توکي په قاچاقي ډول په داسې حال کې هېواد ته راوړل کيږي، چې همدغه توکي په هېواد کې دننه په لوړ کيفيت توليديږي.

هغه وایي:" تر ټولو غټه ستونزه قاچاق او  فساد دی، او لمن يې دومره پراخه شوې چې له یو شمېر عادي مامورينو نه نيولې تر ځينو غټو دولتي اراکينو او ځينو وکيلانو پورې؛ په دې قاچاق کې لاس لري."

د ده په وينا، د ياد قاچاق او فساد له امله په کور دننه فابريکې له ستونزو سره مخ دي؛ ځکه چې د افغانستان بازار د ټيټ کيفیت لرونکو او په قاچاقي توګه هېواد ته راوړل شویو توکو تسخير کړی دی.

کمین زاده وایي، که د فساد او قاچاق مخه ونيول شي، افغانستان به ډېر ژر د پر ځان بسيانې کچې ته ورسيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.