د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د کلتوري نندارې فرهنګي ماښام مراسم ترسره شول

ننګرهار کې د کلتوري نندارې فرهنګي ماښام مراسم ترسره شول

Sep 23, 2020 - 15:58

جلال اباد (پژواک، ۲ تله ۹۹): د ننګرهار ولايت اطلاعات او کلتور رياست له لوري د بېلابېلو کلتوري نندارو په ترسره کولو سره فرهنګي ماښام ترسره شو.

د دغه پروګرام پر مهال پر مشاعرې سربېره د افغان فرهنګ اړوند د خوسي او يو شمېر نورې دوديزې لوبې ترسره شوې او موسيقي هم وغږول شوه.

فرهنګي ماښام پرون د تلې په لومړۍ نېټه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د عدم تشدد د سرلاري خان عبدالفغار خان مقبرې په کمپلېکس کې جوړ شوی و.

په دغه کلتوري ماښام کې د پښتني کلتور، په ځانګړې توګه د ختيځو ولايتونو د خلکو د دودونو، اوښ، مېچن، چج، منګی، لاټین او لېمڅی هم د ځانګړو فعاليتونو په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شول.

د اطلاعات او فرهنګ رييس رحيم الله خوږياڼي په يادو مراسمو کې د خپلو خبرو پر مهال وويل، که افغانان له اوسنۍ ساینسي نړۍ سره سره خپل کلتور وپالي نو نه یواځې دا چې له مترقي هېوادونو سره به سیالي وکړي، بلکې نورو ملتونو او کلتورونو ته د خپل اصیل کلتور د لېږد لپاره هم زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل، د تیږې اچول، جرګه، حشر، عذر، واک، غمرازي د افغانانو هغه دودونه او د کلتور مهمې برخې دي چې دمګړۍ يې نړیوال او نور ملتونه یواځې د نوم او بڼې په بدلېدو پر دود او پاللو ټینګار کوي.

د مينه دار په نوم يو سپين ږيری کوچی چې دغه کلتوري ماښام کې يې د کوچي قوم د دودونو ننداره وړاندې کوله، وويل، وياړي، په داسې قوم پورې تړلی چې کلتور يې د نړۍ له ډېرو قومونو مختلف دی.

سبحانه چې د پخوانيو وختونو مېچن يې مخې ته ايښې وه او غنم يې په کې اوړه کول، ويل يې دغه وختونه وو چې هم په کې مينه وه، هم ورورولي او هم سوله او ټيکاو موجود و.

د فرهنګ نمانځې په دغو مراسمو کې چې پر ننګرهار سربېره د هېواد يو شمېر سيمو څخه بېلابېلو قشرونو ګډون کړی و، د افغان فرهنګ په اړه يې معلومات وړاندې کړل او خوښي يې وښوده چې د خپل فرهنګ نمانځلو په موخه دا ډول پروګرامونه جوړېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan