د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هڅې روانې دي چې افغان خبریالان د سولې خبرو د پوښښ لپاره بیا قطر ته لاړ شي

هڅې روانې دي چې افغان خبریالان د سولې خبرو د پوښښ لپاره بیا قطر ته لاړ شي

Sep 23, 2020 - 14:53

کابل (پژواک، ۲ تله ۹۹): ځینې خبریالان او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غواړي چې د سولې مذاکراتي ډله کې د رسنیو استازي هم شامل شي او افغان خبریالانو ته زمینه برابره شي چې د دغو خبرو د پوښښ لپاره قطر ته ولاړ شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، هڅې روانې دي چې ۲۶ خبریالانو ته قطر ته د تګ زمینه برابره شي تر څو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې ترخبري پوښښ لاندې راولي. 

د سولې د دغو خبرو پراينستونکې غونډه د وږي په ۲۱مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شوه. دواړه لوري تر اوسه د خبرو په تګلاره نه دي سره سلا شوي، خو په دغه برخه کې پرمختګونه شوي او ټاکل شوې چې پر اجنډا تر هوکړې وروسته د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې پیل شي. 

د سولې خبرو د پرانيستونکې غونډې د خبري پوښښ لپاره له افغانستانه يوه ډله خبريالان له حکومتي چارواکو سره دوحې ته تللي و، خو له غونډې دوه ورځې وروسته بېرته کابل ته راستانه کړل شول.

خبریالانو ته قطر کې د سولې خبرو د پوښښ لپاره د امکاناتو نه برابرول له غبرګونونو سره مخ شول، خبریالانو دغه چاره له رسنيو او د بيان له ازادۍ سره د حکومت ناسم چلند وباله او غوښتنه یې وکړه چې قطر ته د تګ لارې چارې ورته برابرې شي.

نن د اطلاعاتو او فرهنګ د خپرونو مرستیال عبدالمنان شوای شرق، کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه وزارت له رسنیو د ملاتړ په موخه تل د خبریالانو غږ تر چارواکو رسولی او اوس هم هڅه کوي چې خبریالانو ته قطر کې د سولې خبرو د پوښښ لپاره زمینه برابره کړي.

ده زیاته کړه، د سولې خبرو په مرکچي پلاوي کې تراوسه د رسنیو ونډه نه ده معلومه؛ په داسې حال کې چې د سولې په مذاکراتي ټیم کې باید د رسنیو استازي شتون ولري، تر څو د بیان له ازادۍ دفاع وکړي.

د ده په وینا، اوس د رسنیو استازي د دې وېره لري چې د سولې په خبرو کې د بیان ازادي او د رسنیو لاس ته راوړنې له پامه و نه غورځول شي.

شرق وویل:« حکومت باید خبریالانو ته په قطر کې د خبري پوښښ او سولې په خبرو کې د رسنیو استازي ته د ګډون زمینه برابره کړي او که چېرې یې دا کا ونه کړ، نو د بیان ازادۍ او رسنیو لپاره به دا کار ډېر خطرناک واوسي.»

د کلید ګروپ مشرې نجیبې ایوبي هم په نننۍ ناسته کې خبرې وکړې ویې ویل چې ځیني خلک غواړي د بیان ازادۍ غږ غلى کړي، خو د دغه غږ غلي کول اسانه کار نه دی.

دې زیاته کړه:« رسنیو تل د سولې ملاتړ کړی ، خبریالان رټل شوي، وهل شوي او په هره برخه کې یې زیاته قرباني ورکړې ،خو نن یې د سولې په خبرو کې ونډه نه ده معلومه، په داسې حال کې چې باید له خپلو حقونو دفاع وکړي.»

ایوبې وویل، چې  قطر کې د سولې مذاکراتو د پرانیستلو مراسمو وروسته له قطر نه افغانستان ته د افغان خبریالانو  راوستل دا معنا لري چې رسنیو ته ونډه نه ورکول کیږي، په داسې حال کې دا د خلکو حق دى چې د سولې پرمختګونو څخه خبر شي.

هغې وویل چې د دواړو لوریو مذاکراتي ډلې دنده لري چې رسنیو ته د خبري پوښښ لپاره زمینه برابره کړي او د سولې پرمختګونو په اړه رسنیو او د افغانستان خلکو سره معلومات شریک کړي.

د کابل نیوز تلوېزيون مشر جیلاني ځواک هم په نننۍ ناسته کې وویل، چې له قطر څخه د خبریالانو بېرته راوستل د بیان ازادۍ او د رسنیو د مخنیوي لپاره یوه قصدي هڅه وه.

هغه وویل، دوى به تر هغه خپل غږ پورته کوي چې رسنیو ته د خبري پوښښ
 لپاره او دغه راز د رسنیو استازي ته د سولې په خبرو کې ونډه ورکړل شي.

دده په وینا، د دولت له خوا د سولې مذاکراتي ټیم کې ډېر کسان حکومتي دي او نه غواړي چې رسنیو سره تازه معلومات شریک کړي. ده له حکومت څخه وغوښتل چی د مذاکراتي ټیم د ویاند په توګه یو بې طرفه کس و ګوماري ترڅو د سولې پرمختګونو په اړه له خلکو سره تازه معلومات شریک کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري پژواک خبري اژانس ته وویل، چې له دغه وزارت سره د ۲۶ خبریالانو نوملړ شریک شوى ترڅو قطر ته د خبري پوښښ په موخه د تګ لپاره ورسره تخنیکي مرسته وشي.

د هغې په وینا، د دغو کسانو نوملړ له بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو سره شریک شوی او له قانوني پړاوونو وروسته به  قطر ته د تګ لپاره وېزې ورکړل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan