ښرنه (پژواک، ٣ وږى ٩٩): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په وازېخوا ولسوالۍ کې د جګړې له امله ٦٥ طالبان او درې امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي د وږي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د وازېخوا ولسوالۍ پر مرکز له څو لوريو ډله ييز بريدونه وکړل.
دى وايي چې د طالبانو ياد بريد د حکومتي ځواکونو له هوايي او ځمکني غبرګون سره مخ شوى چې په ترڅ کې يې ٦٥ طالبان وژل شوي او ٣٥ نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه: ((دا مهال حالات کنټرول دي، خو د ٢٧ طالبانو جسدونه اوس هم په سيمه کې پراته دي.))
د قوماندان د معلوماتو له مخې، په دغه جګړه کې درې پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي شوي دي.
همدارنګه د وازېخوا ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغني پکتين وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.
دى زياتوي چې په دغه جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه لري.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن