ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٢٥ پېښې ثبت شوي او پنځه کسان مړه شوي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٢٥ پېښې ثبت شوي او پنځه کسان مړه شوي

author avatar
24 Sep 2020 - 13:00
تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٢٥ پېښې ثبت شوي او پنځه کسان مړه شوي
author avatar
24 Sep 2020 - 13:00

کابل (پژواک، ٣ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٥ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۱٧٠ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په درېيمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٨٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٥ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۱٧٠ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١١ په کابل، نهه په هرات، درې په بلخ او دوه په بدخشان ولايت کې پر کرونا اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې نهه کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۲۶۱٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله پنځه کسان مړه شوي چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١٤٥١ ته رسيږي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.