ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال مېلر: طالبان بايد د تاوتريخوالي کچه ټيټه کړي

جنرال مېلر: طالبان بايد د تاوتريخوالي کچه ټيټه کړي

author avatar
24 Sep 2020 - 12:07
جنرال مېلر: طالبان بايد د تاوتريخوالي کچه ټيټه کړي
author avatar
24 Sep 2020 - 12:07

کندهار (پژواک، ٣ تله ٩٩) : په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان جنرال سکاټ مېلر ويلي چې نړۍ په افغانستان کې تاوتريخوالي ته متوجه ده او طالبان يې بايد کچه ټيټه کړي.

جنرال مېلر دغه څرګندونې کندهار ولايت ته د سفر پر مهال له ځايي چارواکو سره د ليدنو کتنو پر مهال کړې دي.

په دې سفر کې له نوموړي سره د هېواد د وسله وال پوځ لوى درستيز جنرال ياسين ضياء، د کورنيو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او يو شمېر نورو پوځي مشرانو هم ملتيا کوله.

د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندان وويل چې د کندهار والي حیات الله حیات په رهبرۍ د کندهار د نظامي مسوولینو تر منځ ښه همغږي حاکمه ده .

هغه د وسله والو طالبانو له خوا د تاوتريخوالي د ډېروالي يادونه وکړه او ويې ويل چې که څه هم امنیتي ځواکونو په ډېره ښه توګه دفاع ترسره کړې، ولي وسله والو طالبانو خپلو بريدونو ته زور ورکړى دى.

جنرال مېلر وويل، ټوله نړۍ دې حالت ته متوجه ده او بايد تاوتریخوالي راکم کړل شي.

د کندهار ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ولايت ته د راغلي پوځي پلاوي د سفر پر مهال د کندهار د عمومي امنیتي وضعیت په اړه نظریات شریک او لازم تصمیمونه ونیول شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.