ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکندهار اوسېدونکي : که ښکېلې غاړې سولې ته ژمنتيا لري نو دا هره ورځ جګړې څه معنا

دکندهار اوسېدونکي : که ښکېلې غاړې سولې ته ژمنتيا لري نو دا هره ورځ جګړې څه معنا

author avatar
24 Sep 2020 - 17:13
دکندهار اوسېدونکي : که ښکېلې غاړې سولې ته ژمنتيا لري نو دا هره ورځ جګړې څه معنا
author avatar
24 Sep 2020 - 17:13

کندهار (پژواک، ۳ تله ۹۹): د کندهار اوسېدونکي وايي، که په جګړې کې ښکېلې غاړې په رښتیا هم سولې ته ژمنتیا لري نو بیا هره ورځ دا وژنې په څه معنا دي.

دوی زیاتوي، له هغې ورځې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جګړې د ښکېلو غاړو د مرکچي پلاوو تر منځ خبرې پیل شوې په هېواد کې وژنو، ترور او وحشت هم زور اخیستی دی.

دغه څرګندونې د کندهار هغو دیني عالمانو، مخورو، مدني فعالانو او ځوانانو دتلې په ٣مه، په یوې خبري غونډه کې وکړې چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې د سولې په تړاو د اعتراض په توګه خېمه درولې ده.

کندهار مېشتي مدني فعال حکمت الله صلحي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې په کندهار، هرات، اروزګان او هلمند کې په دې موخه خېمې درولي څو د سولې په تړاو د بندیانو تبادله بشپړه او بین الافغاني خبرې پیل شي، د سولې په په خبرو کې ولسي منځګړتوب ته زمینه برابره شي، لومړی اوربند او بیا دایمي سولې ته لاره هواره شي.

د ده په خبره، د ولس دوې غوښتنې چې د بندیانو خلاصون او د مذاکرتو پیل وو، عملي شوي خو د دوی د پاتې نورو غوښتنو لپاره به یې اعتراض دوام ولري.

دی زیاتوي، د خلکو بنسټيزه غوښتنه اوربند دی خو له بده مرغه له هغه راهیسې چې خبرې پیل شوې جګړې هم شدت موندلی، په داسې حال کې چې مذاکراتي پلاوي تر اوسه د سولې د خبرو پر اجنډا نه دي سره جوړ شوي.

صلحي وايي، د جګړې ښکېلې غاړې باید ولس ته ځواب ووايي، که رښتیا هم سولې ته ژمنتیا موجوده وي نو بیا دا هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې وژنې په څه معنا دي؟

ده د روانو مذاکراتو پر وضعیت اندېښنه وښودله او ویې ویل، دا چې مرکچي پلاوي تر اوسه د سولې د خبرو پر اجنډا پایلې ته نه رسېږي نو پر پاتې لویو موضوعاتو به څنګه یوې پایلې ته ورسېږي؟

ده یادونه وکړه چې د جګړې ښکېلو دواړو غاړو ولس او د ولس غوښتنو ته ارزښت نه دی ورکړی، ځکه لا هم وژنې روانې دي او خلک حیران دي چې څه وکړي او کومې خوا ته لاړ شي.

یوه بل مدني فعال اغا والي باراني وویل، د سولې د خبرو اجنډا دې ژر بشپړه شي، ځکه په هېواد کې هره ورځ لسګونه کسان په جګړه کې وژل کېږي.

نوموړي تر هر څه وړاندې بر اوربند ټینګار وکړ څو د سولې خبرې په سمه توګه پر مخ لاړې شي.

ده وویل، دا د منلو نه ده چې یوې خوا ته د سولې خبرې روانې وي او بلې خوا ته جګړه روانه وي او هره ورځ دې خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.