ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان په اليشنګ کې د جګړو د دوام له امله سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي

د لغمان په اليشنګ کې د جګړو د دوام له امله سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي

author avatar
24 Sep 2020 - 16:14
د لغمان په اليشنګ کې د جګړو د دوام له امله سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي
author avatar
24 Sep 2020 - 16:14

مهترلام (پژواک، ۳ تله ۹۹): د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې له تېرو شاوخوا دوو اوونيو راهيسې امنيتي وضعيت مخ په خرابېدو دی چې د جګړو د دوام له امله سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي.

ځايي چارواکي وايي، په سيمه کې يې د پراخو عملياتو پلان جوړ کړی خو دا چې وسله وال طالبان د خلکو له کورونو د سنګرونو په توګه ګټه پورته کوي نو دوی عمليات ځنډولي دي.

د سيمې خلک وايي، له پرون او نن پرته تېره اوونۍ هره ورځ د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې دي چې ډېر کله مرمۍ د خلکو پر کورونو لګېدلې دي.

د سيمې حالت د ولسوالۍ له مقام ورهاخوا د څو پوستو له سقوط وروسته خراب شوی چې له امله يې د اليشنګ او دولت شاه ولسواليو ترمنځ لاره د دولتي ځواکونو او دولت پلوه کسانو پر وړاندې له تګ راتګه وتلې ده.

د معلوماتو له مخې، وسله والو د دغې ولسوالۍ نږدې شپږ کيلومتره سيمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې او حتی د ولسوالۍ په نږدې يو کيلومترۍ کې يې هم يوه پوسته سقوط کړې ده.

له مرکز مهترلام ښار څخه اليشنګ ته هم لاره له خطره خالي نه ده او ځای ځای د وسله والو طالبانو د ماينونو د موجوديت ګواښ شته او په يوه ځای کې خو يې د سړک منځ کې د تيږو ديوال هم جوړ کړی و.

د پژواک خبري ټيم د تلې په ۳مه دغې ولسوالۍ ته د سفر پرمهال وليدل چې له کورونو ښځې او ماشومان وتلي او يوازې يو يو نارينه د کور ساتلو ته پاتې شوي دي.

د دغې ولسوالۍ د کوټالۍ سيمې اوسېدونکی عبدالمجيد چې د جګړو له امله دوه ورځې وړاندې مهترلام ښار ته له خپلې کورنۍ سره را کډه شوی وايي، ټولو کورنيو يوازې ځانونه خوندي کړي او د کور وسايل، څاروي او نور مالونه هر څه په کلي کې پاتې دي.

دی وايي، حکومت يې تر اوسه سروې هم نه ده کړې خو کومې کورنۍ چې راکډه شوې دي له خپلوانو او دوستانو سره په کورونو کې پراته دي چې له ستونزو سره مخ دي.

نجيب الله ساپی چې شپه يې په خپل کور کې د کور ساتنې لپاره تېره کړې وه او د ورځې په ۱۱ بجو له خپلو کليوال سره بېرته د مهترلام ښار ته را روان و ويل يې وسله والو شاوخوا ۵ کيلومتره سيمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.

هغه زياته کړه: ((زموږ خپل کلي کوټالۍ کې ۳۰۰ کورنۍ وې چې ټولې کډوالې شوي، همداسې بره د منجان کلی دی، حاجي اباد دی، کهنه غازي اباد دی، غازي اباد دی او تر وطن ګټو پورې دا خلک ټول وتلي دي.))

د سيمې يو بل اوسېدونکي سليمان چې لا هم هملته اوسېږي پژواک ته وويل، دا دوه ورځې جګړه بنده شوې نور تېره اوونۍ هره ورځ او شپه جګړې روانې وې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.