ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانکور د ازموینې پایلې اعلان شوې

د کانکور د ازموینې پایلې اعلان شوې

author avatar
24 Sep 2020 - 16:32
د کانکور د ازموینې پایلې اعلان شوې
author avatar
24 Sep 2020 - 16:32

 کابل (پژواک، ۳ تله ۹۹): د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د کانکور ازموینې پایلو اعلان سره سم، هغو کسانو ته چې لوړې نومرې یې ترلاسه کړې دي د ۱۲۰ بورسونو ورکول اعلان کړل او ويې ویل چې وزارت نه شي کولی د ستونزو له امله د دغه وزرات لپاره له لس سلنې ډېر غوښتونکي جذب کړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عباس بصیر په هغو مراسمو کې چې نن په کابل کې د کانکور ازموینې د پایلو د اعلان په موخه جوړ شوي وو، اعلان وکړ چې د کرونا ویروس د خپراوي له ستونزو سره سره دغه ازموینه په شفاف ډول ترسره شوه.

د هغه په ​​وینا، د هېواد د لوړو زده کړو سیسټم له ننګونو سره مخ دی چې د لوړو زده کړو لپاره د ۱۰ سلنې ډېر غوښتونکي نه شی جذب کولای، خو هڅه کوي چې په راتلونکو کلونو کې د هېواد د لوړو زده کړو په سیسټم کې د جذب کچه ​​لوړه کړي.

بصیر وايي چې د لوړو زده کړو لپاره د غوښتونکو جذبولو د کچې له لوړوالي سربېره، د لوړو زده کړو په کیفیت هم باید پانګونه وشي.

د هغه په خبره، د تحقيق په برخه کې پانګونه دغه هدف ته يوه د رسېدو له لارو څخه ده .

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل چې د هېواد د لوړو زده کړو نصاب باید مؤثر او د کورنیو او بهرنیو  بازارونو له غوښتنو سره سم وي.

بصیر د یو بل لپاره د زغم او برداشت روحیه د تل پاتې سولې لپاره یوه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې دا مهمه مسئله باید د هېواد د لوړو زده کړو د سیسټم له لارې حل شي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست زیاتوي چې دوی هڅه کوي د لوړو زده کړو لپاره د غوښتونکو تر منځ د سیالۍ فضا رامنځته کړي او د همدې موخې لپاره یې د هغو کسانو لپاره ۱۲۰ بورسونه پلان کړي چې د سږ کال د کانکور په آزموینه کې لوړې نومرې ترلاسه کړې دي.

هغه څرګنده کړه چې ټاکل شوې ده په راتلونکو کلونو کې دغه شمېر ډېر شي.

د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې شمسیه له کابله د ۳۵۳،۱۸۳ نومرو په ترلاسه کولو سره د ۱۳۹۹ کال د کانکور اول نومره او د طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده.

دغه راز سرچینه زیاتوي چې د نعمت الله د ۳۵۳،۱۲۳ نمرو په ترلاسه کولو سره د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینې دویم او محمد مجتبی د ۳۵۰ نومرو په ترلاسه کولو د دغه کانکور درېیم نومره او دوړاه د طب پوهنځي ته بریالي شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.