ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې يو پخوانی جهادي قوماندان ووژل شو

مزار کې يو پخوانی جهادي قوماندان ووژل شو

author avatar
24 Sep 2020 - 15:25
مزار کې يو پخوانی جهادي قوماندان ووژل شو
author avatar
24 Sep 2020 - 15:25

مزار شريف  (پژواک، ٣ تله ٩٩) : ناپېژاندو وسله والو کسانو د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو تن پخوانى جهادي قوماندان وژلى دى.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د تلې په ٣مه، پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د مزارښار زاړه کمربند سره خوا کې نواباد سيمه کې رامنځته شوې ده. 

نوموړی زياتوي، چې دغه قوماندان خان محمد نومېده او په تېرو کلونو کې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د محلي پوليسو قوماندان هم پاتې شوی و. 

د عادل په خبره، د پوليسو د معلوماتو له مخې ياد قوماندان د دوه وسله والو له لوري وژل شوی، چې قاتلين هم په تېښته بريالي شوي دي. 

د پوليسو وياند زياتوي، چې د قاتلينو نيول کېدو پسې يې پلټنې پيل کړې دي. 

ددې پېښې مسووليت چا نه دى منلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.