ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ: امريکايي سرتېري له افغانستانه باسم او په دغه هېواد کې به جګړه پای ته ورسوم

ټرمپ: امريکايي سرتېري له افغانستانه باسم او په دغه هېواد کې به جګړه پای ته ورسوم

author avatar
24 Sep 2020 - 14:25
ټرمپ: امريکايي سرتېري له افغانستانه باسم او په دغه هېواد کې به جګړه پای ته ورسوم
author avatar
24 Sep 2020 - 14:25

 کابل (پژواک، ۳ تله ۹۹): د امریکا متحدوایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه په افغانستان کې جګړه پای ته رسوي او زلمي خلیلزاد ویلي چې امریکا به په هر حالت کې په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي.

د نړیوالو سرچینو په وینا، د امریکا د متحدوایالاتو ولسمشر دغه څرګندونې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي انلاین ناستې په ترڅ کړې او زیاته کړې یې ده چې له افغانستانه به امریکایي سرتېري باسي.

ټرمپ د افغانستان د سولې خبرو ته په اشارې ویلي چې متحدو ایالاتو د قدرت له دريځ څخه دا کار کړی دی.

نوموړي د دې په څرګندولو چې په ​​افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار کوي، ټینګار وکړ چې واشنګټن به خپل سرتېري بېرته خپل وطن ته واستوي.

ټرمپ د سولې وړاندیز کونکي په توګه د افغانستان د سولې په پروسه کې د متحده ایالاتو د رول په څرګندولو سره په خپله وینا کې وویل چې دا سوله د قدرت له لارې ترلاسه شوې ده.

په  همدې مهال، په افغانستان کې د سولې لپاره د امريکا د متحدو ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا د استازو او د ملي امنیت د نظارت او اصلاحاتو کمېټې فرعي ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان به یوځل بیا د القاعده او "ترهګرو" ډلو په مرکز بدل نه شي؟ هغه وویل چې له افغانستان څخه د متحدو ایالاتو وتل به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقه سره مشروط وي.

د خلیلزاد په وینا، د طالبانو او امریکا د هوکړې له مخې، دغه ډله مکلفه ده چې د امنیت د تامین به برخه کې پر ټولو ژمنو عمل وکړي.

هغه د دې په څرګندولو چې که طالبان دغه تړون نه مني امریکا به خپل سرتېري ونه باسي، وویل چې امریکا به په هر حالت کې په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي.

نوموړي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمښت په اړه وویل: "موږ د نظامي ځواکونو د کچې د ټیټوالي په لار کې له څلورو تر پنځو زرو د مني تر میاشتې شته یو او د ځواکونو نور راکمول به د طالبانو شرایطو او ژمنو پورې اړوند وي."

 د امریکا د متحدو ایالاتونو ځانګړي استازي د افغان مېرمنو د حقونو او ازادیو د ساتنې په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا مسئله به  په بین الافغاني خبرو کې مطرح شي.

 د خليل زاد په وينا، د امریکا متحد ایالتونه د دغه بهیر څارنه کوي او د افغان ښځو سره کار او ملاتړ ته به دوام ورکوي او زیاته یې کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو ډله د خلکو تر فشار لاندې ده او د سولې خبرو پایله غواړي.

 خلیلزاد د خپلو خبرو په دوام کې په ډاډ وویل: «ښکیل پلاوي پرته له منځګړیتوب یا نړیوالې اسانتیا سره ناست دي، فرصت لري چې په خپل هېواد کې له ۴۰ کلونو ډېره جګړه پای ته ورسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.