ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د جنایي جرمونو په تور ۱۹ کسان نیول شوي

په کابل ښار کې د جنایي جرمونو په تور ۱۹ کسان نیول شوي

author avatar
24 Sep 2020 - 11:56
په کابل ښار کې د جنایي جرمونو په تور ۱۹ کسان نیول شوي
author avatar
24 Sep 2020 - 11:56

 کابل (پژواک، ۳ تله ۹۹): د کابل پولیسو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې د جنایي جرمونو په تور ۱۹ کسان نيولي دي.

 د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي چې د کابل د امنیه قوماندانۍ د پولیسو منسوبینو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د څو عملیاتو په ترځ کې د کابل ښار له بېلابېلو برخو د جنایي جرمونو په تړاو ۱۹ کسان نیولي دي.

 هغه وايي چې دغه کسان د سړي تښتونې، وسله والو غلاوو، ناقانونه وسلو د لېږد، د نشه یي توکو پلور، د عامه نظم ګډوډولو، د موبایل د چپاولګرۍ په تور نیول شوي دي.

 د نوموړي په وینا، یاد کسان د کابل ښار له لومړۍ، څلورمې، شپږمې، اوومې، نهمې، لسمې او اتلسمې حوزو څخه د پولیسو له خوا ېیژندل شوي او نیول شوي دي.

فرارمز وایي چې له نیول شوو کسانو یو میل کمري وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.

دغه راز سرچینې زیاته کړې چې د کابل پولیسو د دغه ښار د اوومې حوزې اوړند سیمه کې هم د یوې چاودنې مخه نیولې ده.

 دا په داسې حال کې ده چې پرون د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې د ملي امنیت یو ډګروال وژل شوی او دوه زامن يې ټپیان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.