د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دکندهار اوسېدونکي : که ښکېلې غاړې سولې ته ژمنتيا لري نو دا هره ورځ جګړې څه معنا

دکندهار اوسېدونکي : که ښکېلې غاړې سولې ته ژمنتيا لري نو دا هره ورځ جګړې څه معنا

Sep 24, 2020 - 17:13

کندهار (پژواک، ۳ تله ۹۹): د کندهار اوسېدونکي وايي، که په جګړې کې ښکېلې غاړې په رښتیا هم سولې ته ژمنتیا لري نو بیا هره ورځ دا وژنې په څه معنا دي.

دوی زیاتوي، له هغې ورځې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جګړې د ښکېلو غاړو د مرکچي پلاوو تر منځ خبرې پیل شوې په هېواد کې وژنو، ترور او وحشت هم زور اخیستی دی.

دغه څرګندونې د کندهار هغو دیني عالمانو، مخورو، مدني فعالانو او ځوانانو دتلې په ٣مه، په یوې خبري غونډه کې وکړې چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې د سولې په تړاو د اعتراض په توګه خېمه درولې ده.

کندهار مېشتي مدني فعال حکمت الله صلحي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې په کندهار، هرات، اروزګان او هلمند کې په دې موخه خېمې درولي څو د سولې په تړاو د بندیانو تبادله بشپړه او بین الافغاني خبرې پیل شي، د سولې په په خبرو کې ولسي منځګړتوب ته زمینه برابره شي، لومړی اوربند او بیا دایمي سولې ته لاره هواره شي.

د ده په خبره، د ولس دوې غوښتنې چې د بندیانو خلاصون او د مذاکرتو پیل وو، عملي شوي خو د دوی د پاتې نورو غوښتنو لپاره به یې اعتراض دوام ولري.

دی زیاتوي، د خلکو بنسټيزه غوښتنه اوربند دی خو له بده مرغه له هغه راهیسې چې خبرې پیل شوې جګړې هم شدت موندلی، په داسې حال کې چې مذاکراتي پلاوي تر اوسه د سولې د خبرو پر اجنډا نه دي سره جوړ شوي.

صلحي وايي، د جګړې ښکېلې غاړې باید ولس ته ځواب ووايي، که رښتیا هم سولې ته ژمنتیا موجوده وي نو بیا دا هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې وژنې په څه معنا دي؟

ده د روانو مذاکراتو پر وضعیت اندېښنه وښودله او ویې ویل، دا چې مرکچي پلاوي تر اوسه د سولې د خبرو پر اجنډا پایلې ته نه رسېږي نو پر پاتې لویو موضوعاتو به څنګه یوې پایلې ته ورسېږي؟

ده یادونه وکړه چې د جګړې ښکېلو دواړو غاړو ولس او د ولس غوښتنو ته ارزښت نه دی ورکړی، ځکه لا هم وژنې روانې دي او خلک حیران دي چې څه وکړي او کومې خوا ته لاړ شي.

یوه بل مدني فعال اغا والي باراني وویل، د سولې د خبرو اجنډا دې ژر بشپړه شي، ځکه په هېواد کې هره ورځ لسګونه کسان په جګړه کې وژل کېږي.

نوموړي تر هر څه وړاندې بر اوربند ټینګار وکړ څو د سولې خبرې په سمه توګه پر مخ لاړې شي.

ده وویل، دا د منلو نه ده چې یوې خوا ته د سولې خبرې روانې وي او بلې خوا ته جګړه روانه وي او هره ورځ دې خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ارغستاني په نوم یوه ټولنیز فعال وویل، خلک په دې خاوره کې د ژوند کولو حق لري او دا حق خدای ج انسانانو ته ورکړی، هیڅوک هم باید دا حق له چا وانخلي.

ده وویل، د سولې د حکومتي پلاوي ملاتړ کوي او له دوی غوښته کوي چې د ولس په استازولۍ له مقابل لوري سره د سولې خبرې په داسې طریقه مخ ته یوسي چې ټول حقونه یې په کې خوندي وي.

دغه راز ده دا غوښتنه هم وکړه چې د رسنیو له لارې دې وخت په وخت د خبرو جزیات له ولس سره شریک شي.

دیني عالم مولوي منان وویل، څومره چې د سولې خبرې چټکې شي، ژر پایله ترلاسه کېږي او د انسانانو ژوند ژغورل کېږي.

نوموړي د ښکېلو غاړو پر مرکچي پلاوو غږ وکړ چې د ولس او هېواد ګټې په نظر کې ونیسي او د سولې خبرې په زغم پر مخ یوسي.

قومي مشر محمد اعظم سمندر بیا له نړیوالې ټولې، اسلامي کنفرانس او نورو سازمانونو وغوښتل چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره راوړاندې شي.

هغه زیاته کړه، ولس نور د وژنو او وحشت زغملو توان نه لري.

نوموړي پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې خپل خلک په خپله مه وژنئ، خپل وطن په خپله مه ورانوئ.

غونډې ته ګڼو نورو ویناوالو هم خبرې وکړې او ټولو په یوه ږغ لومړی د اوربند او بیا د سولې د پروسې د چکټیا غوښتنه کوله.

د یادونې ده چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په کندهار، هرات، ارزوګان او هلمند کې د سیمې د اوسېدونکو، مدني فعالانو او ځوانانو له خوا د سولې په تړاو د اعتراض خېمې درول شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan