د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لغمان په اليشنګ کې د جګړو د دوام له امله سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي

د لغمان په اليشنګ کې د جګړو د دوام له امله سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي

Sep 24, 2020 - 16:14

مهترلام (پژواک، ۳ تله ۹۹): د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې له تېرو شاوخوا دوو اوونيو راهيسې امنيتي وضعيت مخ په خرابېدو دی چې د جګړو د دوام له امله سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي.

ځايي چارواکي وايي، په سيمه کې يې د پراخو عملياتو پلان جوړ کړی خو دا چې وسله وال طالبان د خلکو له کورونو د سنګرونو په توګه ګټه پورته کوي نو دوی عمليات ځنډولي دي.

د سيمې خلک وايي، له پرون او نن پرته تېره اوونۍ هره ورځ د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې دي چې ډېر کله مرمۍ د خلکو پر کورونو لګېدلې دي.

د سيمې حالت د ولسوالۍ له مقام ورهاخوا د څو پوستو له سقوط وروسته خراب شوی چې له امله يې د اليشنګ او دولت شاه ولسواليو ترمنځ لاره د دولتي ځواکونو او دولت پلوه کسانو پر وړاندې له تګ راتګه وتلې ده.

د معلوماتو له مخې، وسله والو د دغې ولسوالۍ نږدې شپږ کيلومتره سيمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې او حتی د ولسوالۍ په نږدې يو کيلومترۍ کې يې هم يوه پوسته سقوط کړې ده.

له مرکز مهترلام ښار څخه اليشنګ ته هم لاره له خطره خالي نه ده او ځای ځای د وسله والو طالبانو د ماينونو د موجوديت ګواښ شته او په يوه ځای کې خو يې د سړک منځ کې د تيږو ديوال هم جوړ کړی و.

د پژواک خبري ټيم د تلې په ۳مه دغې ولسوالۍ ته د سفر پرمهال وليدل چې له کورونو ښځې او ماشومان وتلي او يوازې يو يو نارينه د کور ساتلو ته پاتې شوي دي.

د دغې ولسوالۍ د کوټالۍ سيمې اوسېدونکی عبدالمجيد چې د جګړو له امله دوه ورځې وړاندې مهترلام ښار ته له خپلې کورنۍ سره را کډه شوی وايي، ټولو کورنيو يوازې ځانونه خوندي کړي او د کور وسايل، څاروي او نور مالونه هر څه په کلي کې پاتې دي.

دی وايي، حکومت يې تر اوسه سروې هم نه ده کړې خو کومې کورنۍ چې راکډه شوې دي له خپلوانو او دوستانو سره په کورونو کې پراته دي چې له ستونزو سره مخ دي.

نجيب الله ساپی چې شپه يې په خپل کور کې د کور ساتنې لپاره تېره کړې وه او د ورځې په ۱۱ بجو له خپلو کليوال سره بېرته د مهترلام ښار ته را روان و ويل يې وسله والو شاوخوا ۵ کيلومتره سيمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.

هغه زياته کړه: ((زموږ خپل کلي کوټالۍ کې ۳۰۰ کورنۍ وې چې ټولې کډوالې شوي، همداسې بره د منجان کلی دی، حاجي اباد دی، کهنه غازي اباد دی، غازي اباد دی او تر وطن ګټو پورې دا خلک ټول وتلي دي.))

د سيمې يو بل اوسېدونکي سليمان چې لا هم هملته اوسېږي پژواک ته وويل، دا دوه ورځې جګړه بنده شوې نور تېره اوونۍ هره ورځ او شپه جګړې روانې وې.

د اليشنګ ولسوال قاضي حبيب الرحمن ماموند پژواک سره خبرو کې وويل، نږدې دوه سوه کورنۍ له دغو کليو کډه شوي او امن ځايونو ته تللې دي خو وايي، عمليات ځکه ځنډېدلي چې وسله وال د خلکو له کورنو د سنګر په توګه ګټه پورته کوي.

د هغه په وينا: ((د دې ځای خپل طالبان کم دي، له نورو ساحو او ولايتونو نه هم راغلي زموږ د کشفي معلوماتو له مخې، دوی درې ډلې جوړې کړي چې هر يو يې خپل ځای او خط ساتي هدف له دې جګړو د دوی دا دی چې د سولې روانو خبرو کې امتياز زيات تر لاسه کړي او هلته ځان وښيي چې دوی لا هم قوي دي.))

په سيمه کې د ملي اردو د کنډک قوماندان ډګرمن عبدالله جان چې د عملياتو قومانده هم ورسره ده، وايي، عمليات د خلکو د خونديتوب په موخه ځنډېدلي دي.

هغه پژواک ته وويل : ((عمليات څلور ورځې وړاندې پيل شوي خو دا لومړۍ مرحله ده چې موږ وضعيت ته په کتو پلان جوړو انشاء الله موږ په وضعيت حاکم شوي يو او راتلونکي پلان کې به د عملياتو پيل وي.))

چارواکي وايي، د بې ځايه شويو کورونو سروې به ډېر ژر پيل شي او اړمنو کورنيو سره به بېړنۍ مرستې هم ترسره شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan