کابل (پژواک، ٣ تله ٩٩) : د افغانستان لپاره د پاکستان نوي سفير ولسمشر غني سره د ليدنې پر مهال ويلي چې هېواد يې د سيمه ييز اتصال او همکاريو د پراختيا پر اساس د افغانستان حکومت د سياست ملاتړ کوي.
له ارګ څخه د تلې په ٣مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې
ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان د نوي سفیر منصور احمد خان باورلیک ومانه.
سرچينې زياته کړې، د باورلیک سپارلو په مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، لومړی د افغانستان لپاره د پاکستان نوي سفیر منصور احمد خان ولسمشر غني او افغانانو ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان او د لوی درستیز جنرال قمر باجوه د سلامونو او نېکو هیلو وړاندې کولو ترڅنګ وویل : (( موږ غواړو د دواړو هېوادونو اړیکې پراخې شي او پاکستان په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګېدو غوښتونکی دی.))
هغه زياته کړه، ماموریت د اړيکو، ترانزیټ او سوداګریزو همکاریو پراختیا او د دواړو هېوادونو د خلکو په تګ راتګ کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
د نوموړي په وينا، پاکستان د سیمه ییز اتصال او همکاریو د پراختیا پر اساس د افغانستان حکومت د سیاست ملاتړ کوي.
ولسمشر غني د پاکستان نوي سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل : (( موږ له پاکستان سره د اړیکو پراختیا او د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او د افغان کډوالو په تګ راتګ کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ستونزو د حل غوښتونکي یوو.))
هغه زياته کړه، د افغانستان حکومت غواړي د سیمه ییز اتصال پالیسۍ په ځانګړي ډول پاکستان ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ لېږد په برخه کې، ښې پایلې ولري.
ولسمشر غني د سولې پروسې په اړه وویل، د افغانستان حکومت د سولې پروسه کې د سیمې هېوادونو د ملاتړ غوښتونکی دی. په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدل او د سولې ټینګښت د سیمې هېوادونو په ګټه دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن