د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

صرافانو د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې کاري اعتصاب وکړ

صرافانو د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې کاري اعتصاب وکړ

Sep 24, 2020 - 15:59

کابل (پژواک، ۳ تله ۹۹): د هېواد د مرکز او ولایتونو صرافانو، "د بلخ د صرافانو ټولنې مشر د تښتونې او د صرافانو او سوداګرو امنیت ته د حکومت د نه پاملرنې" په غبرګون کې نن کاري اعتصاب پیل کړ.

د روانې تلې میاشتې په لومړۍ ورځ ناپېژانده وسله والو په بلخ کې د صرافانو ټولنې مشر حاجي عبدالقيوم د دغه ولایت له مرکز مزارشریف څخه تښتولی او تر اوسه لادرکه دی. 

نن په کابل او ځینو ولایتونو کې غونډې جوړې شوې او ګډونوالو یې له حکومت نه وغوښتل چې د حاجي عبدالقیوم د خوشي کېدو او د صرافانو د امنیت د ټینګښت لپاره اړینې هڅې وکړي.

د سوادګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند په دغه ناست کې وویل چې صرافانو نن د عبدالقیوم د تښتونې په غبرګون کې کابل کې اته لوی د صرافۍ مارکېټونه او په ټولو ولایتونو کې د صرافانو هټۍ وتړل شوې.

دی وایي چې دغه کاري اعتصاب خلکو او صرافانو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړوي.

د ده په وینا، هر هېواد حاضر دی چې په ډېره لږ پانګونې سره خلکو ته پناه ورکړي او که چېرې د افغانستان حکومت د صرافانو او سوادګرو امنیت ته جدي پام ونه کړي، نو خپلې پانګې به نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

د افغانستان د صرافانو او پولي چوپړ د سراسري شورا مشر میر افغان صافي هم په یاده ناسته کې ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې صرافان به تر هغه کاري اعتصاب ته دوام ورکړي چې حکومت په دې اړه مثبت ځواب ووایي. 

ده وویل چې صرافان، سوداګر او د هغوی د کورنۍ غړي د غلو او اختطافچیانو له خوا ګواښل او تښتول کیږي، خو حکومت د څو ورځو په تېرېدو سره خبره هېره کړي او په اړه یې هیڅ ډول اقدام نه کوي.

ده وویل:« د حکومت لپاره شرم دی چې د ښار په منځ کې خلک لوټ کیږي، وژل کیږي، اختطاف کیږي او په رڼا  ورځ له خلکو څخه موبایلونه اخيستل کیږي.»

ده زیاته کړه:« څو ځله مخکې هم صرافان وژل شوي، د صرافانو د کورنیو غړي تښتول شوي، حکومت خبر دی او دوسیې یې ورسره پرتې دي، حکومت دې موږ ته ځواب راکړي چې د دغو دوسیو کارونه چېرته رسېدلي دي.»

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې پخواني مشر حاجی امین خوستي په نننۍ ناسته کې وویل، څو ځله غله او اختطاف ګر نیول شوي، خو خلک نه پوهیږي چې حکومت څه ورسره وکړل؛ په داسې حال کې چې باید دا ډول کسانو ته له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

د غونډې ګډونوالو له حکومت څخه وغوښتل چې د بلخ ولایت د صرافانو ټولنې مشر د خوشي کېدو لپاره هڅې وکړي او د نورو صرافانو او عامو خلکو د امنیت ټینګښت ته پام وکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan