ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني : سوله او اوربند لومړيتوب دى

ولسمشر غني : سوله او اوربند لومړيتوب دى

author avatar
24 Sep 2020 - 12:02
ولسمشر غني : سوله او اوربند لومړيتوب دى
author avatar
24 Sep 2020 - 12:02

کابل (پژواک، ٣ تله ٩٩) : ولسمشر غني دملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ويلي چې سوله او اوربند يې د چارو لومړیتوب دی.

هغه تېره شپه د ويډيو کنفرانس له لارې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په خپله وينا کې ويلي چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی، خو تر ټولو لومړيتوب اوربند او سوله دي.

ولسمشر غني له افغان سولې د ملګرو ملتونو ملاتړ مهم بللی او په خبره يې دغه سازمان بايد په روانو کړکېچنو حالاتو کې د افغانستان لاسنيوی وکړي.

نوموړي په سیمه کې د ترهګرو مرکزونو ته په اشارې سره ويلي چې د يوه با ثباته افغانستان لپاره بايد په سيمه کې د ترهګرو او ترهګريزو فعالیتونو ريښې له منځه ولاړې شي او پر وړاندې یې باید اقدام وشي.

اشرف غني دغه راز زياته کړې چې دوی په افغانستان کې د يوه پياوړي حکومت د جوړولو او له ناخوالو د راتلونکي نسل د ژغورلو لپاره هلې ځلې کوي او په دې برخه کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

هغه د سولې پروسه یو مهم پرمختګ بولي، خو تمه لري چې په دوحه کې روانې خبرې په افغانستان کې د اوربند او جګړو د کمېدو لامل شي.

نوموړي له طالبانو سره خبرو کې له افغانستان د ملګرو ملتونو ملاتړ ډېر مهم وباله او له دې ادارې يې مننه وکړه چې د عمومي اوربند غوښتنه کوي.

ولسمشر غني ويلي :"موږ ته په داسې مهال چې مرکچیان مو په دوحه کې له طالبانو سره مخامخ ناست دي، د ملګرو ملتونو، شریکانو او نړیوالو ملګرو رول ډېر مهم دی. "

د هغه په خبره، افغان ولس په دې خبرو کې يو روښان او بېړنی لومړيتوب لري: "هغه اوربند دی، د تاوتریخوالي سملاسي ختمول له بل هرڅه موږ ته د پرمختګ ډېر چانس راکوي. "

ولسمشر وايي، يو ولسواک او هوسا افغانستان ښايي مثال وي چې څنګه په جمعي اراده کولای شي پر اوسنيو ناخوالو او بې باورۍ چې اوسنۍ نړۍ يې تعریفوي، بریالي شي.

د هغه په وينا، ":موږ غواړو چې راتلونکي نسلونه د جنګ له افت څخه چې دوه ځله یې زموږ د عمر په اوږدو کې بشریت غم او نامنونکي صف ته یووړ،وژغورو؛ غواړو خپل قوتونه منسجم کړو؛ غواړو بین المللي امنیت او سوله خوندي او تداوم ور وبښو." ا

اشرف غني وويل، د ګډ راتلونکي ترسيمولو لپاره چې دغه ژمنې ټولو لپاره پوره کړای شي، په نړیوال کلي کې په ټولو کچو له هغې جملې د حکومتولۍ او اقتصاد په کچه منسجمو، همغږو او بېسارو اقداماتو ته اړتیا ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.