د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ټرمپ: امريکايي سرتېري له افغانستانه باسم او په دغه هېواد کې به جګړه پای ته ورسوم

ټرمپ: امريکايي سرتېري له افغانستانه باسم او په دغه هېواد کې به جګړه پای ته ورسوم

Sep 24, 2020 - 14:25

 کابل (پژواک، ۳ تله ۹۹): د امریکا متحدوایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه په افغانستان کې جګړه پای ته رسوي او زلمي خلیلزاد ویلي چې امریکا به په هر حالت کې په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي.

د نړیوالو سرچینو په وینا، د امریکا د متحدوایالاتو ولسمشر دغه څرګندونې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي انلاین ناستې په ترڅ کړې او زیاته کړې یې ده چې له افغانستانه به امریکایي سرتېري باسي.

ټرمپ د افغانستان د سولې خبرو ته په اشارې ویلي چې متحدو ایالاتو د قدرت له دريځ څخه دا کار کړی دی.

نوموړي د دې په څرګندولو چې په ​​افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار کوي، ټینګار وکړ چې واشنګټن به خپل سرتېري بېرته خپل وطن ته واستوي.

ټرمپ د سولې وړاندیز کونکي په توګه د افغانستان د سولې په پروسه کې د متحده ایالاتو د رول په څرګندولو سره په خپله وینا کې وویل چې دا سوله د قدرت له لارې ترلاسه شوې ده.

په  همدې مهال، په افغانستان کې د سولې لپاره د امريکا د متحدو ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا د استازو او د ملي امنیت د نظارت او اصلاحاتو کمېټې فرعي ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان به یوځل بیا د القاعده او "ترهګرو" ډلو په مرکز بدل نه شي؟ هغه وویل چې له افغانستان څخه د متحدو ایالاتو وتل به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقه سره مشروط وي.

د خلیلزاد په وینا، د طالبانو او امریکا د هوکړې له مخې، دغه ډله مکلفه ده چې د امنیت د تامین به برخه کې پر ټولو ژمنو عمل وکړي.

هغه د دې په څرګندولو چې که طالبان دغه تړون نه مني امریکا به خپل سرتېري ونه باسي، وویل چې امریکا به په هر حالت کې په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي.

نوموړي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمښت په اړه وویل: "موږ د نظامي ځواکونو د کچې د ټیټوالي په لار کې له څلورو تر پنځو زرو د مني تر میاشتې شته یو او د ځواکونو نور راکمول به د طالبانو شرایطو او ژمنو پورې اړوند وي."

 د امریکا د متحدو ایالاتونو ځانګړي استازي د افغان مېرمنو د حقونو او ازادیو د ساتنې په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا مسئله به  په بین الافغاني خبرو کې مطرح شي.

 د خليل زاد په وينا، د امریکا متحد ایالتونه د دغه بهیر څارنه کوي او د افغان ښځو سره کار او ملاتړ ته به دوام ورکوي او زیاته یې کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو ډله د خلکو تر فشار لاندې ده او د سولې خبرو پایله غواړي.

 خلیلزاد د خپلو خبرو په دوام کې په ډاډ وویل: «ښکیل پلاوي پرته له منځګړیتوب یا نړیوالې اسانتیا سره ناست دي، فرصت لري چې په خپل هېواد کې له ۴۰ کلونو ډېره جګړه پای ته ورسوي.

هغه همداراز یادونه وکړه چې د امریکا متحده ایالات به اجازه ورنه کړي چې د ۱۹۹۰ کال وضعیت په افغانستان کې تکرار شي ، او دا چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو سرتېرو وتل د امریکا  د حذف په معنانه دي؛ خو هغه ټینګار وکړ چې اوس مهال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لوی مسوولیت د ځان ساتنه ده.

دغه امریکايي دېپلوماټ د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، که چېرې د سولې پروسه ناکامه شي نو افغانان به زیانمن شي او د طالبانو او افغان حکومت استازو ته ویل شوي چې د سولې په خبرو کې د دوی پرېکړه به د متحدو ایالاتو او ملګرو ملتونو په مرستو اغېزه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ژینیو ناسته به په نږدې راتلونکي کې جوړه شي، څو په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره مالي مرسته وکړي.

 د افغانستان د سولې د بین الافغاني مذاکراتو له پیله څه باندې یوه اوونۍ تېریږي، خو د دواړو لورو پلاوي تر دې دمه د خبرو اترو په اړه د اختلافاتو په هواري کې پاتې راغلي دي.

 په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شوراويلي چې دوی به ډېر ژر له طالبانو سره د خبرو اترو بهیر پای ته ورسوي. په دوحه کې د حکومت د خبرو اترو ډلې ځینو غړو هم ویلي چې دوی به په راتلونکې یوه یا دوو ورځو کې د شته اختلافاتو په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan