د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بدخشان کې د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل شول

په بدخشان کې د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل شول

Sep 24, 2020 - 13:35

کابل(پژواک،۳تله۹۹): د بدخشان امنيتي مسوولين وايي چې ددغه ولايت په درايم ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او يوبل تن ټپي دى.

د بدخشان د امنيه قوماندانۍ وياند ثناءالله روحاني وويل: (( وسله والو طالبانو نن سهار پنځه نيمې بجې د درايم ولسوالۍ د باغ صوفي په کلي کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او يوبل ټپي شوى دى.))

ده زياته کړه چې ياد کسان هغه مهال تر بريد لاندې راغلل چې ددغې ولسوالۍ له پتاوک سيمې څخه مدرسې ته روان وو.

د نوموړي په خبره، چې يادو کسانو ددغې ولسوالۍ په مدرسه کې درس وايه .

د هغه په وينا، چې وژل شوي او ټپي کس ددغې ولسوالۍ کلينيک ته انتقال شوي دي.

د روحاني په خبره ، چې په وژل شويو کسانو کې دوه کم عمره ماشومان هم شامل دي.

تراوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan