ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٣٢ ميليونوکسانو ته ورسېد

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٣٢ ميليونوکسانو ته ورسېد

author avatar
24 Sep 2020 - 16:02
په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٣٢ ميليونوکسانو ته ورسېد
author avatar
24 Sep 2020 - 16:02

کابل (پژواک، ٣ تله ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٣٢ ميليونو څخه اوښتى چې نږدې ٢٤ ميليونه يې بېرته ښه شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا لس مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٣٢ ميليونو کسانو اوښتى دى.

دغې سرچينې زیاته کړې چې تر اوسه څه کم ٢٤ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي  او تر ٩٨٢ زرو ډېر کسان له دې ناروغۍ څخه  مړه شوي دي چې د ټولو ناروغانو ٥ سلنه جوړوي.

يادې سرچينې ویلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یوه سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکايان ځپلي، هلته پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر اووه ميليونه او ١١٠ زره کسانو ته رسېدلی چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه جوړوي. دغه راز په امريکا کې ٢٠٦ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له امريکا وروسته هندوستان کرونا ډېر ځپلى دى، هلته پنځه ميليونه او ٧٣٠ زره کسان پرې اخته او  ٩١ زره کسان مړه شوي دي.

برازيل په نړۍ کې درېيم هېواد دى چې کرونا ډېر ځپلى دى، هلته ٤ ميليونه او ٦٦٢ زره کسان پر کرونا اخته او ١٣٩ زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، پيرو، کولمبيا، مسکيکو، سويلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين ،چيلي برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٣٩ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٤٤٠ کسان مړه او تر ٣٣ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.