ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: ښکېلې خواوې د افغانستان له جګړې ابزاري ګټه پورته کوي

خليلزاد: ښکېلې خواوې د افغانستان له جګړې ابزاري ګټه پورته کوي

author avatar
25 Sep 2020 - 17:01
خليلزاد: ښکېلې خواوې د افغانستان له جګړې ابزاري ګټه پورته کوي
author avatar
25 Sep 2020 - 17:01

کابل (پژواک، ٤ تله ٩٩): د افغاستان د سولې پروسې لپاره د امريکا ځانګړى استازى په افغانستان کې د جګړې پر کمېدو ټينګار کوي او وايي چې ښکېلې خواوې له جګړې ابزاري ګټه پورته کوي.

دغه څرګندونې د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پرون د امريکا د سولې انسټېټوت ته د انلاين سيستم له لارې وکړې.

هغه وويل چې په افغانستان کې تاوتریخوالي د منلو نه دى او بايد په جګړه کې کموالى راشي.

نوموړي د اورکم یا د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره خپله غوښتنه يو ځل بيا تکرار کړه او ويې ويل چې ښکېلې خواوې د افغانستان له جګړې ابزاري ګټه پورته کوي.

ده وویل: "لازمه ده چې د دواړو خواوو له لوري تاوتریخوالی کم شي، زه له دواړو خواوو سره د خبرواترو په پروسه کې یم. هیله لرم چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې په فشار (د تاوتریخوالي کمېدل) یو له لومړنیو موضوعاتو وي چې په اړه یې پرمختګ وشي."

خليلزاد وايي چې په جګړه کې ډېروالى د افغانستان خلک د سولې پر پروسې بې باوره کوي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې له امله دواړو لورو ته تر اوسه درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې ۱۳ ورځې مخکې په قطر کې پیل شوي خو د دواړو خواوو د تماس ډلې لا هم د رسمي خبرو پیلولو لپاره د طرزالعمل پر سر موافقې ته نه دي رسېدلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.