ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان له ګېزابه تر زر ډېرې کورنۍ بېځایه شوې دي

د اروزګان له ګېزابه تر زر ډېرې کورنۍ بېځایه شوې دي

author avatar
25 Sep 2020 - 12:33
د اروزګان له ګېزابه تر زر ډېرې کورنۍ بېځایه شوې دي
author avatar
25 Sep 2020 - 12:33

نیلي (پژواک، ۴ تله ۹۹): د اروزګان سیمه ییزې ادارې مسوولین تاییدوي چې د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې د وروستیو څو ورځو جګړو له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ کورنۍ بېځایه شوې او دایکنډي ته یې پناه وړې ده.

د اروزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي چې دغو بېځایه شوو ته د رسېدنې په موخه تر اوسه اقدام نه دی شوی او د شرایطو له سمېدو سره به ډېر ژر یادو بېځایه شوو ته مرسته ورسېږي.

عبادي زیاته کړه چې ګېزاب ولسوالۍ ته کومانډو ځواکونه لېږل شوي او اوس مهال وضعیت کنټرول شوی، خو د دې ولسوالۍ په ځینو ساحو کې لا هم خال خال ډزې روانې دي.

هغه وویل چې د دې نښتو په ترڅ کې ملکي وګړو او د جګړې دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي دي.

په همدې حال کې د دایکنډي ولایتي شورا غړي د اروزګان په ګېزاب کې له ناسم امنیتي وضعیته اندېښنه څرګندوي او وايي چې دغه ولسوالي د سقوط په درشل کې ده.

د دایکنډی ولایتي شورا یوه غړي سبحان نایبي وویل چې د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د وروستیو څو ورځو جګړو پر مهال ۸۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر زر ډېرې کورنۍ د دایکنډی شیران او د پاتو ولسوالۍ ځینو برخو ته کوچېدلې دي.

هغه زیاته کړه چې که ګېزاب سقوط شي، دایکنډي هم له یوه لوی ناورین سره مخ کېدای شي او د دغه ولایت پاتو ولسوالۍ هم سقوط کېږي.

سله له دې د دایکنډي والي ضیا همدرد وايي، د ګېزاب له سرحدي برخو پاتو ولسوالۍ ته لوی ګواښ متوجه دی خو ټینګار کوي چې د دغو ګواښونو لپاره یې بشپړ امنیتي چمتووالی نیولی دی.

د دایکنډي والي زیاته کړه چې په پاتو، کجران او ناوه مېش ولسوالیو کې هم امنیتي ګواښونه مخ په ډېرېدو دي او په دغو ولسواليو کې امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.