ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لویې جرګې خېمه کې د ډاکتر نجیب د تلین مراسم لغوه شول

د لویې جرګې خېمه کې د ډاکتر نجیب د تلین مراسم لغوه شول

author avatar
25 Sep 2020 - 20:42
د لویې جرګې خېمه کې د ډاکتر نجیب د تلین مراسم لغوه شول
author avatar
25 Sep 2020 - 20:42

کابل (پژواک، ۴ تله ۹۹) : د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د ۲۴ تلین مراسم چې ټاکل شوې وه، د کابل د لویې جرګې خېمه کې ونمانځل شي لغوه شوی دی.

وسله والو طالبانو ۲۴ کاله مخکې د تلې په پنځمه نیټه کله چې یې کابل ښار ونیولو، نو په لومړي قدم کې یې ډاکتر نجیب الله او د هغه ورور یې چې د ملګرو ملتونو دفتر کې یې پناه وړې وه، ووژل او د کابل په اریانا چوک یې ځوړند کړل.

په دې وروستیو کې کلونو کې د هغه د تلین مراسم په خاموشۍ سره نمانځل کیدل  خو دا ځل یې پلویانو پلان جوړ کړی و، چې د لویې جرګې په خیمه کې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې یې تلین ونمانځي.

خو ددې د تلین د نمانځلو د کمیسیون لخوا نن د تلې په ۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ځینو معلومو او نامعلومو لاملونو له امله دا مراسم چې ټاکل شوې وه د شنبې په ورځ د لویې جرګې په خیمه کې چې ددولت په واک کې ده، لغوه شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې دا مراسم ددوی په شخصي لګښت ترسره کیدل، خو دا چې په حکومت کې د ځینو کسانو لخوا یې مخه نیول شوې د ټولو دیموکراتیکو اصولو ، مقرراتو او بشري حقوقو څخه سرغړونه ده.

دی ویلي : (( دا چې په هیواد کې دسولې پروسه پیل شوې او دوی ترې ملاتړ هم کوي، چمتو دي چې د هیواد ټولو قشرونو، ډلو او ګوندونو سره تفاهم وکړی.))

دغه کمیسیون ویلي چې سبا د شنبې په ورځ به د یوې خبري غونډې په ترڅ کې نور معلومات له رسنیو شریک کړي.

په یوه بل غږ کې چې پژواک ترلاسه کړی، ددې تلین د نمانځلو یو مخالف تن چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، له هغو کسانو مننه کړې چې په دې اړه یې پر حکومت فشار راوړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په دې برخه کې د ملي شورا غړو ، د حج او اوقافو سرپرست وزیر او یو شمیر جهادي او سیاسي ګوندونو خپل رول ادا کړی دی.

تر دې مخکې یو شمیر جهادي او سیاسي ګوندونو په یوه ګډه اعلامیه کې له حکومته غوښتي وو، چې د لویې جرګې په خیمه کې د ډاکټر  نجیب الله د تلین نمانځلو ته اجازه ورنه کړي.

حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.