ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوولسمې ناحیې خلک: که مو سیمه کې ناقانونه ۱۲ پوړیزه ودانۍ جوړه شي خپل کورونه پرېږدو

د یوولسمې ناحیې خلک: که مو سیمه کې ناقانونه ۱۲ پوړیزه ودانۍ جوړه شي خپل کورونه پرېږدو

author avatar
25 Sep 2020 - 11:14
د یوولسمې ناحیې خلک: که مو سیمه کې ناقانونه ۱۲ پوړیزه ودانۍ جوړه شي خپل کورونه پرېږدو
author avatar
25 Sep 2020 - 11:14

کابل (پژواک، ۳ تله ۹۹): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د هغوی په سیمه کې د یوې ۱۲ پوړیزې غیرقانوني ودانۍ جوړېدو سره مخالفت کړی او وایي چې د دغه تعمیر په بشپړېدو سره، مجبور دي چې خپل کورونه پرېږدي.

ټاکل شوې ده چې دوې ودانۍ د کابل د یوولسمې حوزې په حاجي چمن سړک سیمه کې جوړې شي چې یوه یې د عامه سړک تر څنګ او بله د فرعي کوڅې په داخل کې موقعیت لري.

خو له دغو دوو ودانیو چې د رغېدو په حال کې دي، یوه یې ودانیز جواز لري؛ او د دویم ساختمان لپاره چې د هغه په څنګ کې جوړیږي، جواز نه دی اخیستل شوی.

اوس مهال، د دغو دواړو ودانیو تهکاوۍ کیندل شوې؛ خو ځايي خلک ادعا کوي چې دغه دوې ودانۍ ۱۲پوړه رغول کېږي او بشپړېدل به یې د ځایی اوسیدونکو کورونه سیوري کړي او د خلکو د ستونزو لامل به وګرځي.

د سیمې خلک د دغو ودانیو جوړول غیرقانوني ګڼي او په اړوندو ارګانونو غږ کوي چې د دا ډول غیرقانوني لوړو پوړونو د جوړولو مخه ونیسي.

د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي لوګري پژواک اژانس ته وويل چې د استوګنې په سيمه کې د ۱۲پوړیږې  ودانۍ جوړول د قانون خلاف دي او د رغولو چارې یې باید ودرول شي.

هغه د دغو دوو بلاکونو څښتنانو ته ګواښ وکړ او زیاته یې کړه: «که کار ونه دروي او کار ته یې دوام ورکړي د هغوي ممانعت کوو.»

د سیمې یوه بل اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې وښودل شي، پژواک ته وویل چې د ځمکې څښتن له هېواده بهر دی او له هغه چا سره چې پر استوګنیزو ځمکو لوړ پوړې ودانۍ جوړوي، شراکت لري څو پر خپله نمره یې لوړه پوړه وداني ورغوي.

هغه زیاته کړه چې دغه سړی له موټرو او وسله والو سره راځي څو خلک وډار کړي او وحشت خلق کړي او له زوره په ناوړه ګټه اخیستنې ۱۲ پوړیزه لوړه وداني جوړه کړي.

نوموړي زیاته کړه: « که زما د کور څنګ ته ۱۲ پوړیزه وداني جوړه شي، د دې ترڅنګ چې زموږ د کور لمر ورکېږي، زما د کور ستر عورت، د ناموس ساتل او ... د یوه غدار قرباني کېږي.»

هغه ادعا کوي چې یو شمېر زورواکي هم د ودانیو د مالکینو سره لاس لري، او د دغه ودانۍ د څښتنانو ساتونکو یو ګاونډي ته چې د کار مخالفت یې کاوه،  هم د مرګ ګواښ کړی دی.

یو شمېر نور ځايي خلک ورته نظرونه لري او وویل چې که چېرې ۱۲ پوړیزه وداني جوړه شي، نو دوی اړ دي چې خپل کورونه پریږدي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.