ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې له زرو بېوزله کورنيو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له زرو بېوزله کورنيو سره مرسته وشوه

author avatar
25 Sep 2020 - 14:16
ننګرهار کې له زرو بېوزله کورنيو سره مرسته وشوه
author avatar
25 Sep 2020 - 14:16

جلال اباد (پژواک، ٤ تله ٩٩): ننګرهار کې له زرو بېوزله کورنیو سره د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرستې هم وشوې .

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غوڼډې ته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وويل چې دغه مرستې د ملي سوداګر عبدالرحمن الکوزي له لوري ترسره شوې دي.

هغه وويل چې د الکوزي کمپنۍ له لوري زرو بېوزله کورنيو ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي، زر، زر افغانۍ د ترانسپورټ لپاره او یو، یو جلد تفسیر شریف ورکړل شول.

والي پر نورو سوداګرو او شتمنو هم غږ وکړ چې له بېوزله خلکو سره په مرستو ترسره کولو کې همکاري وکړي .

د الکوزي فونډېشن په استازیتوب صمد افغان وویل، په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ وړه، یوه بورۍ وریجې، یوه بوشکه غوړي، لوبیا، بوره، نخود، دال، کچالو، تور چای، شین چای او مکروني شامل دي.

ده وويل چې د کرونا له امله ولس بېوزله شوی او له همدې امله بايد ډېرې مرستې ورسره وشي.

مرسته اخیستونکو له ترلاسه شوو مرستو مننه وکړه او هیله یې وښوده چې د بېوزلې له امله ورسره لا زیاتې مرستې ترسره شي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.