ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ١٦ پېښې ثبت شوې دي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ١٦ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
25 Sep 2020 - 14:11
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ١٦ پېښې ثبت شوې دي
author avatar
25 Sep 2020 - 14:11

کابل (پژواک، ٤ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۱٨٦ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د تلې په څلورمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٩٦ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٦ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۱٨٦ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې شپږ په کابل، شپږ په هرات، درې په کندوز او يو هم په ننګرهار ولايت پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هېڅوک له کرونا ناروغۍ څخه بېرته نه دي ښه شوي.

په افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته تر اوسه پورې ٣٢٦١٩ کسان له دې ناروغۍ څخه بېرته ښه شوي دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې دا هم ويل چې په ياده موده کې څوک له دې ناروغۍ څخه مړه شوي هم نه دي.

خو په افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته تر اوسه پورې له دې ناروغۍ ١٤٥١ کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړه چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه  د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.