محمودراقي (پژواک، ٤ تله ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې د کاپيسا د کوه بند ولسوالۍ د امنيت مدير وژل شوى دى.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام ناپېژاندو وسله والو د محمودراقي په ده بابي کلي کې د کوه بند ولسوالۍ د امنيت پر مدير ډګروال سکندر خان باندې ډزې کړې دي.
هغه زياتوي چې ډګروال سکندر خان په دې پېښه کې وژل شوى دى.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د يادې پېښې په تړاو څلور شکمن کسان نيول شوي دي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن