د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار په تخته پل کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کندهار په تخته پل کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Sep 25, 2020 - 14:19

کندهار (پژواک، ۴ تله ۹۹): د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او پولیسو ترمنځ جګړه کې ۱۹ طالبانو او ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو د تخته پل ولسوالۍ د ملید پر پوسته ډله ییز برید وکړ او د دواړو لورو ترمنځ څو ساعته جګړه وشوه.

هغه زیاته کړه، په دې جګړه کې ۸ وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي. دغه راز  درې پولیس هم وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

خو د دې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل، په دې جګړه کې ۷ پولیس وژل شوي او  څلور نور د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، وسله والو د دې پوستې اړوند یو هاموې موټر هم سوځولی دی.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې دا درېیم ځل دی چې د تخته پل د ملید سیمې پر امنیتي پوسته ورته بریدونه کېږي او هر ځل پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

وسله والو طالبانو د دغه برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تخته پُل ولسوالي د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره، له کندهار ښاره ٤٥ کيلومتره لرې پرته ده چې امنیت یې په نسبي توګه ښه و، خو په دې وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی او د وسله والو بریدونه په کې ډېر شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan