د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د یوولسمې ناحیې خلک: که مو سیمه کې ناقانونه ۱۲ پوړیزه ودانۍ جوړه شي خپل کورونه پرېږدو

د یوولسمې ناحیې خلک: که مو سیمه کې ناقانونه ۱۲ پوړیزه ودانۍ جوړه شي خپل کورونه پرېږدو

Sep 25, 2020 - 11:14

کابل (پژواک، ۳ تله ۹۹): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د هغوی په سیمه کې د یوې ۱۲ پوړیزې غیرقانوني ودانۍ جوړېدو سره مخالفت کړی او وایي چې د دغه تعمیر په بشپړېدو سره، مجبور دي چې خپل کورونه پرېږدي.

ټاکل شوې ده چې دوې ودانۍ د کابل د یوولسمې حوزې په حاجي چمن سړک سیمه کې جوړې شي چې یوه یې د عامه سړک تر څنګ او بله د فرعي کوڅې په داخل کې موقعیت لري.

خو له دغو دوو ودانیو چې د رغېدو په حال کې دي، یوه یې ودانیز جواز لري؛ او د دویم ساختمان لپاره چې د هغه په څنګ کې جوړیږي، جواز نه دی اخیستل شوی.

اوس مهال، د دغو دواړو ودانیو تهکاوۍ کیندل شوې؛ خو ځايي خلک ادعا کوي چې دغه دوې ودانۍ ۱۲پوړه رغول کېږي او بشپړېدل به یې د ځایی اوسیدونکو کورونه سیوري کړي او د خلکو د ستونزو لامل به وګرځي.

د سیمې خلک د دغو ودانیو جوړول غیرقانوني ګڼي او په اړوندو ارګانونو غږ کوي چې د دا ډول غیرقانوني لوړو پوړونو د جوړولو مخه ونیسي.

د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي لوګري پژواک اژانس ته وويل چې د استوګنې په سيمه کې د ۱۲پوړیږې  ودانۍ جوړول د قانون خلاف دي او د رغولو چارې یې باید ودرول شي.

هغه د دغو دوو بلاکونو څښتنانو ته ګواښ وکړ او زیاته یې کړه: «که کار ونه دروي او کار ته یې دوام ورکړي د هغوي ممانعت کوو.»

د سیمې یوه بل اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې وښودل شي، پژواک ته وویل چې د ځمکې څښتن له هېواده بهر دی او له هغه چا سره چې پر استوګنیزو ځمکو لوړ پوړې ودانۍ جوړوي، شراکت لري څو پر خپله نمره یې لوړه پوړه وداني ورغوي.

هغه زیاته کړه چې دغه سړی له موټرو او وسله والو سره راځي څو خلک وډار کړي او وحشت خلق کړي او له زوره په ناوړه ګټه اخیستنې ۱۲ پوړیزه لوړه وداني جوړه کړي.

نوموړي زیاته کړه: « که زما د کور څنګ ته ۱۲ پوړیزه وداني جوړه شي، د دې ترڅنګ چې زموږ د کور لمر ورکېږي، زما د کور ستر عورت، د ناموس ساتل او ... د یوه غدار قرباني کېږي.»

هغه ادعا کوي چې یو شمېر زورواکي هم د ودانیو د مالکینو سره لاس لري، او د دغه ودانۍ د څښتنانو ساتونکو یو ګاونډي ته چې د کار مخالفت یې کاوه،  هم د مرګ ګواښ کړی دی.

یو شمېر نور ځايي خلک ورته نظرونه لري او وویل چې که چېرې ۱۲ پوړیزه وداني جوړه شي، نو دوی اړ دي چې خپل کورونه پریږدي.

خو حکمت ولي چې د ودانۍ څښتننانو په استازیتوب یې خبرې کولې. وویل چې دغه ساحه کې دوه بلاکونه جوړیږي، لومړی بلاک چې د سړک له څنډې سره موقعیت لري، له تهکوۍ سره اووه پوړه او د هغه د څنګ بل تعمیر چې د کوڅې په داخل کې موقعیت لري له تهکوۍ سره پنځه پوړه رغول کېږي او کوم قانوني خنډ نشه.

هغه د سیمې د اوسېدونکو ادعاوې ناحقه وبللې او وویل چې دوې ورځې وړاندې د تیږو په ویشتلو سره د هغوی د کار مانع شوي دي.

د کابل ښار د یولسمې حوزې د پولیسو یو افسر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې د ودانۍ مالک دوه ورځې په تهکاوۍ کېندلو لګیا و چې خلکو یې ممانعت وکړ او پولیسو د خلکو د ارامتیا لپاره کار بند کړ.

خو هغه اسناد چې پژواک موندلي، ښیې چې د ناحیې رییس انجنیر احمد رشاد عزیز د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ د ۳ نېټې د ۷۴۴ پر ۲۴۶ ګنې مکتوب کې د کابل د پولیسو د یوولسمې حوزې امریت ته لیکلي: "د حاجي چمن جومات ګران اوسیدونکي د خپل یوه ګاونډي د ساختماني کار په اړه شکایت کوي. ټاکل شوې ده چې سیمه د دغه ادارې د کارکوونکو له خوا له نږدې و څارل شي او کار یې ودرول شۍ مختفلو کسانو دوې نمرې کېندلې دي چې له هغه یوازې یوې ودانۍ جواز ترلاسه کړی دی.»

د سند په دوام کې راغلي: «د موضوع جریان له محترم امریت سره شریک شوه او د لا نور وضاحب په موخه د عریضې کاپي ضمیمه شوې، په دې اړه له هغه امریته غواړو څو تر خپل امر لاندې پرسونل ته د یاد ساختمان د کار درولو په برخه کې لارښوونه وکړي او له همکارۍ مو له مخکې منندوی یو.»

د کابل ښاروالۍ ویاندې سمیرا رسا د کابل په یوولسمه حوزې کې د حاجی چمن جومات په سړک د غیرقانوني ودانۍ د جوړولو په اړه د خلکو شکایت رد کړ او وویل چې د دوی اعتراضونه به وڅیړل شي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه کیندنې (د ودانیو تهکوۍ) د شپې له خوا کېندل شوې وې، سبا سهار، کله چې زموږ د کنټرول ټېم ساحې ته رسیږي او خلکو هم په محل کې شتون درلود او له کیندنو سره یې مخالفت وکړ.»

نوموړي دې ته په اشارې چې د خلکو غوښتنې قانوني دي او اعتراض ته یې رسېدنه کېږي، وویل چې د اړوندې ناحیې رهبرۍ د مکتوب په استولو، د اړوندې امنیتي حوزې له خوا د کار د درولو غوښتنه کړې او د پولیسو په مرسته د هغوی کار ودرول شو.

مېرمن رسا د ۱۲ پوړیزې ودانۍ جوړولو ته په اشاې وویل چې (د ودانیو څښتن) تراوسه خپل قانونی کار نه دی ترسره کړی او معلومه نه وه چې څو پوړه رغول کېږي.

دا اندېښنه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په دوو وروستیو لسیزو کې د لوړ پوړو ودانیو د جوړولو له امله د کابل ښار څېره بده شوې او آرایشي ودانۍ پکې شاوخوا ۳۰ پوړونو رسېدلي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan