ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي رحمت الله اندړ د ملي امنيت شورا وياند وټاکل شو

مولوي رحمت الله اندړ د ملي امنيت شورا وياند وټاکل شو

author avatar
25 Sep 2020 - 12:15
مولوي رحمت الله اندړ د ملي امنيت شورا وياند وټاکل شو
author avatar
25 Sep 2020 - 12:15

کابل (پژواک، ٤ تله ٩٩): د ولسمشر غني د بېلو فرمانونو له مخې، مولوي رحمت الله اندړ د ملي امنيت شورا د وياند او جاوېد فيصل د همدې شورا د سياسي سلاکار په توګه ټاکل شوي دي.

د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له لوري په خپرو شوو خبرپاڼو کې راغلي چې ولسمشر د دوو فرمانونو په صادرولو سره مولوي رحمت الله اندړ د ملي امنيت شورا د وياند او جاوېد فيصل يې د همدغه بنسټ د سياسي سلاکار په توګه ګومارلي دي.

مولوي رحمت الله اندړ په عربي ژبه او ديني علومو کې ماسټرۍ لري او په پښتو، دري، عربي او انګليسي ژبو خبرې کولاى شي.

نوموړي له دې مخکې د ښوونکي، د ملي امنيت شورا او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.

دغه راز جاوېد فيصل لوړې زده کړې لري، په پښتو، دري، انګليسي او اردو ژبو خبرې کولاى شي.

فيصل له دې مخکې د ملي امنيت شورا د وياند، د حکومت د اجرائيه رياست د مرستيال وياند او د کندهار د والي وياند په توګه دندې ترسره کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.