ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا افغانستان ته نور سلګونه سرتېري رالېږي

امريکا افغانستان ته نور سلګونه سرتېري رالېږي

author avatar
26 Sep 2020 - 13:32
امريکا افغانستان ته نور سلګونه سرتېري رالېږي
author avatar
26 Sep 2020 - 13:32

کابل (پژواک، ٥ تله ٩٩): د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړى چې ډېر ژر به افغانستان ته نور سلګونه سرتېري ولېږي.

د امريکا (ارمي ټايمز) په نوم رسنۍ چې ډېرى د امنيتي ځواکونو په اړه خبرونه خپروي، په يوه تازه راپور کې ويلي، پنټاګون پلان لري چې په مني کې سلګونه سرتېري افغانستان، جنوبي کوريا او ځينو اروپايي هېوادونو ته ولېږي.

سرچينې زياته کړې چې په دې موده کې به امريکا شاوخوا ١٦٠٠ سرتېري په دوره يي توګه افغانستان ته د هغو سرتېرو پر ځاى ولېږي چې هلته يې د دندې موده بشپړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونو له طالبانو سره له تړون وروسته جګړه درولې ده، يواځې ځيني وخت د ترهګرۍ پر ضد ځانګړي عمليات ترسره کوي.

په افغانستان کې شاوخوا ١٢٠٠٠ امريکايي سرتېري مېشت وو، خو د امريکا او طالبانو ترمنځ له تړون وروسته دا شمېر ٨٦٠٠ ته ټيټ شوی دی.

اوس امريکايي چارواکو ويلي چې دغه شمېر پنځو زرو ته ټيټېږي او د تړون له مخې، بايد صفر ته راټيټ شي، خو امريکا دا هم ويلي چې د سرتېرو ايستل يې مشروط دي او که طالبانو ژمنې عملي نه کړې، نو افغانستان کې پاتې وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.