ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نجیب پلویان: د ډاکتر نجیب د تلین مراسم به په لازم وخت کې ترسره شي

author avatar
26 Sep 2020 - 17:38
author avatar
26 Sep 2020 - 17:38

کابل (پژواک، ۵ تله ۹۹): د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د شهادت د ۲۴مې کالیزې په مناسبت د کنفرانس چمتووالي او تنظیم کمېسیون په داسې حال کې چې د غونډې جوړولو پر بندیز یې نیوکه کوي، اعلان یې وکړ چې دا ورځ به په مناسب وخت کې ونمانځل شي.

نجیب الله چې په تېر کې د خاد د استخباراتو ريیس و، په ۱۳۶۵ کال کې واک ته ورسېد او پنځه کاله یې واکمني وکړ. هغه له دې وروسته چې په ۱۳۷۱ کال کې د مجاهدینو یو شمېر ډلو کابل ونیو، په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یووړه.

طالبانو د ۱۳۷۵ هجري شمسي کال د تلې په پنځمه د مجاهدینو حکومت مات کړ او کابل یې ونیو. هغوی د همدې ورځې په ماښام نجیب او د هغه ورور شاهپور احمدزی ووژل او د دواړو جسدونه یې د کابل ښار په اریانا څلورلاره کې راوځړول.

ټاکل شوې وه چې د نجیب پلویانو نن د لومړي ځل لپاره د نجیب د مړینې کالیزه په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې ونمانځي، خو پرون ځینو ګوندونو له دغو مراسمو سره مخالفت څرګند کړ او خبرداری یې ورکړ چې د دغو مراسمو پر وړاندې به ودرېږي.

د هغه په دوام، د دغو مراسمو د تدارک او چمتووالي کمېسیون هم اعلان وکړ چې افغان حکومت دوی ته اجازه نه ده ورکړې چې کنفرانس جوړ کړي. یاد کمېسیون نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې یوه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې راغلي: «د چمتووالي سربېره، د معلومو او نامعلومو دلایلو له امله په یاد تالار کې چې د دولت په واک کې دی، د غونډې د ترسره کېدو مخه ونیول شوه او دغه عمل یې د هېواد د حاکم اداري سیستم له ټولو مقررو څخه سرغړونه وبلله.»

اعلامیه زیاتوي چې سوله ییزه ناسته د خلکو یو له اساسي حقونو دی چې د بشري حقونو په اعلامیې او د افغانستان په اساسي قانون کې لیکل شوي او د دې مخنیوی د دغه ډیموکراتیک ارزښت ښکاره نقض کول دي.

په اعلامیه کې راغلي چې هغوی د مذاکراتو او ملي مصالحې له بهیره چې پیلوونکی یې د ډاکتر نجیب دولت و، ملاتړ اعلانوي.

سرچینه زیاتوي چې ملي اجماع، د مذاکرتو بهیر او ملي مصالحه پایلې ته رسوي او هغوی په دې اړه له ټولو خواوو سره هوکړې ته چمتو دي.

سرچینې د نجیب الله پلویانو ته په خطاب کې لیکلي: «موږ ټولو مینه والو ته خبر ورکوو چې دغه مراسم په لازم وخت کې ترسره کیږي چې وروسته به اعلان شي.»

د کمېسیون یوه غړي انجینر احمد شاهین د نن ورځې په غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «له شفاهي لارښوونې سره سم، تالار تېره ورځ زموږ پر مخ وتړل شو او اجازه یې رانه کړه چې کنفرانس جوړ کړو.»

د دغه کمېسیون یوه بل غړي جنرال امرالله امان وویل: «د دغو مراسمو منع کول د اساسي قانون، د بشري حقونو اعلامیې او د ډيموکراسۍ نقض کول دي، په داسې حال کې چې په قطر کې د دوه اړخیزو پلاوو غونډه روانه وه موږ هوډ درلود چې له مذاکراتو خپل ملاتړ اعلان کړو خو د نامعلومو دلایلو له امله موږ ته اجازه رانه کړل شوه.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.