ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډاکتر نجیب یادغونډې پر سر شخړه او ډزې وشوې

author avatar
26 Sep 2020 - 15:59
author avatar
26 Sep 2020 - 15:59

کابل (پژواک، ٥ تله ٩٩): د ډاکټر نجیب پلویانو وروسته له هغه لاریون وکړ چې د لویې جرګې خېمې ته د ننوتو مخه یې ډپ شوه او ځینو کسانو هغه مهال ډزې وکړې چې یو شمېر کسانو د ډاکتر نجیب پر پلویانو د تیږو او لرګیو ګوزارونه وکړل.

ډاکتر نجیب الله چې پخوا د (خاد) رئیس و، په ۱۳۶۵ کال کې واک ته ورسېد او وروسته له پنځو کلونو حکومت څخه کله چې په ۱۳۷۱ کال کې د مجاهدینو ځینو ډلو کابل ونیو، په کابل کې یې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یووړه.

کله چې په ۱۳۷۵ کال کې طالبانو کابل ونیو، په هماغه ماښام یې نجیب او د هغه ورور شاهپور احمدزی ووژل او د کابل په اریانا چوک یې ځوړند کړل.

د نجیب پلویانو غوښتل چې سږ کال د لومړي ځل لپاره په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې د هغه په یاد غونډه جوړه کړي.

خو یو شمېر جهادي او سیاسي ګوندونو پرون د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له حکومته وغوښتل چې د لویې جرګې په خېمه کې د ډاکتر نجیب الله د تلین نمانځلو ته اجازه ورنه کړي.

ورپسې د دغو مراسمو نمانځلو کمېسیون هم وویل چې مراسم وځنډول شول، خو نن سهار د نجیب سلګونه پلویان د لویې جرګې خېمې مخې ته پر سړک راټول شوي وو او غوښتل یې چې خېمې ته ننوځې، خو پولیسو اجازه ور نه کړه.

وروسته د ډاکتر نجیب پلویانو پر سړک لاریون پیل کړ، خو ځينو ناپېژاندو کسانو پر لاریون کوونکو د کاڼو او لرګيو ګوزارونه وکړل او ورپسې په سيمه کې د ډزو غږونه هم واورېدل شول.

په سیمه کې ځینو کسانو پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه هوايي ډزې پولیسو کړې دي، خو ځینو بیا ویل چې یادې ډزې په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت د خلکو پخواني استازي او د نجیب له پلویانو یوه تن لالي حمیدزي ساتونکو کړې دي.

تر څلور ساعته لاریون وروسته د لویې جرګې د انګړ دروازه د نجیب پلویانو پر مخ خلاصه شوه، خو خېمې ته د ننوتو اجازه ورنه کړل شوه.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو پخواني استازي لالي حمیدزي په سيمه کې خبریالانو ته وویل چې یو شمېر ځوانانو غوښتل د نجیب د تلین نمانځغونډه د لویې جرګې په تالار کې جوړه کړي، خو له پولیسو سره سمه همغږي نه وه شوې او غونډه وځنډېده.

ده په داسې حال کې چې د لاریون پر مهال کلاشینکوف هم ورسره و، زیاته کړه: «موږ چاقو نه لرو، موږ وحشت نه کوو، موږ خلک نه وېروو، یو شمېر بې طرفه ځوانانو غواړي چې د ډاکتر نجیب مېړانې او وطنپالنې ته په کتو سره د هغه نمانځغونډه جوړه کړي، دا زموږ حق دی او هېڅوک یې مخه نه شي نیولی.»

ده وویل چې دوی به دې غونډه را روانه پنجشنبې د لویې جرګې په تالار کې جوړه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.