ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشريف کې د هنري انځورونو او نقاشۍ نندارتون جوړ شو

author avatar
26 Sep 2020 - 16:05
author avatar
26 Sep 2020 - 16:05

مزارشريف (پژواک، ۵ تله ۹۹): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د واټ پر سر د هنري انځورونو او نقاشۍ نندارتون جوړ شو.

په ياد نندارتون کې چې د (هفت شهر عشق) په نوم جوړ شوی، تر پنځوسو ډېر انځورونه، نقاشيانې او تابلوګانې نندارې ته ايښودل شوي دي.

ياد پروګرام بلخ کې د (هنر کور) له خوا د سوله ييز ذهنيت خپرېدو په موخه جوړ شوی.

د نندارتون يوه جوړوونکې حفيظه محمدي وايي چې موخه يې دا ده څو خلک د سولې د ګټو او جګړې د زيانونو په اړه فکر کولو ته وهڅوي.

هغې پژواک ته وويل چې په ياد نندارتون کې له پنځوس ډېرې تابلوګانې د خلکو د ليدلو لپاره ايښول شوې دي.

نوموړې زياتوي چې دغه نندارتون په داسې مهال جوړوي چې بين الافغاني خبرې هم روانې دي.

د هغې په وينا، هيله يې دا ده څو په دغو خبرو کې د افغانانو فردي ازادي، بشري حقونه او نور ارزښتونه پايمال نه شي.

مېرمن محمدي وويل: ((تاسو دا نقاشي شوي انځورونه ګورئ چې هم په کې سوله ييز ژوند انځور شوی او هم په کې د جګړې او چاودنو حالات رسم شوي، موږ خلکو ته ورښيو چې اوس دې پرېکړه وکړي چې کوم ډول حالات غواړي.))

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس مطيع الرحمن کريمي پژواک ته وويل چې د دا ډول نندارتونونو جوړول د سوله ييز ذهنيت په رامنځته کېدو کې مهم رول لوبولی شي.

د هغه په خبره، هغه کسان چې د تاوتريخوالي پلويان دي، د دغو انځورونو په ليدلو سره به فکر کولو ته وهڅول شي.

نوموړي همدا راز وويل چې د نندارتون له لارې د مثبت پيغام لېږد ترڅنګ دا هم څرګندېږي چې بلخ کې تکړه نقاشان موجود دي.

ښاغلي کريمي زياته کړه چې حکومت هڅه کوي څو بلخي نقاشانو لپاره د نندارتونونو جوړولو په خاطر يو مناسب ځای جوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.