جلال اباد (پژواک، ٥ تله ٩٩): په پروان ولايت کې يوې لېسې ته ودانۍ جوړه شوه او بلخوا په ننګرهار ولايت کې بیا یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار چارواکو د معلوماتو له مخې، د شهيد نقيب احمد خپلواک لېسې ودانۍ د UNHCR ادارې په مالي لګښت رغول کېږي او د بنسټ ډبره يې نن د تلې په ۵مه کېښودل شوه.
د ننګرهار ولايت رسنيو له دفتره پژواک ته په را استول شوې خبرپاڼه کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل له قوله راغلي چې د شهيد نقيب احمد خپلواک د لېسې ودانۍ د UNHCR ادارې د ۲۷۲ زره ډالرو په لګښت په شپږو مياشتو کې رغول کېږي.
نوموړي زياته کړه، د خپلواک لېسې لپاره ۸۵۰ متره مربع ساحه کې نوې ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ۲۴ خونې، کمپیوټر لیب، یو لابراتوار، مېزونه، چوکۍ، د پاکو اوبو څاه، د لمریزې برېښنا سیستم او یو شمېر نور ضروري محلقات ولري.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا ودانۍ به په لسو مياشتو کې بشپړه شي او زده کوونکي به د سرپناه نشتوالي له ستونزې وژغول شي.
دغه راز د پوهنې رييس حسیب الله شینواري ويلي UNHCR ادارې د یادې ودانۍ د چارو پیل کېدو ترڅنګ له پوهنې رياست سره د کتابتونونو جوړیدو، لمریزې برېښنا فعالیدو، پاکو اوبو زمینې برابریدو او نورو ۹ پروژو چارې عملاً روانې کړي دي .
د شهید نقیب احمد خپلواک پلار بشیراحمد د ننګرهار له والي څخه مننه وکړه چې په هڅو یې نومول شوي ښوونځي ته د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې او همدا راز د دوی قدردانۍ په موخه یې کور ته ورغی.
د يادولو ده، نقيب احمد خپلواک چې په بهرنيو هېوادونو کې لوړې زده کړې وې، ۲۰۱۶ کال د اګست په ۲۴مه نېټه په کابل کې پر امريکايي پوهنتون د وسله والو د ډله ييز بريد پر مهال ووژل شو.
د يو بل خبر له مخې، په پروان ولايت کې يوې لېسې ته ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د پوهنې وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا ودانۍ د پروان ولايت د تتمدره سيمې د الجهاد لېسې لپاره جوړه شوې ده.
د پروان د پوهنې رييس عبدالظهور حکيم وايي چې پر دې ودانۍ ١١ ميليونه او ٢٧٣ افغانۍ لګښت راغلى چې د هندوستان لخوا ورکړل شوى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن