ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د اوړو، وریجو او سرو زرو بیې لوېدلې دي

په کابل ښار کې د اوړو، وریجو او سرو زرو بیې لوېدلې دي

author avatar
26 Sep 2020 - 17:36
په کابل ښار کې د اوړو، وریجو او سرو زرو بیې لوېدلې دي
author avatar
26 Sep 2020 - 17:36

کابل (پژواک، ۵ تله ۹۹): نن د تېرې شنبې په نسبت په کابل ښار کې د غوړو، بورې او چای بیې لوړې شوې، خو د وریجو، اوړو او سرو زرو بیې بیا را لوېدلې دي.

د خوراکې توکو ټولنې رییس زمري ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شنبې په نسبت نن په عمده ډول د ۱۶ لېتره سپین غر غوړیو بیه له ۱۳۱۰ افغانیو ۱۴۵۰ افغانیو، د دبۍ ۵۰ کیلوګرامه بوره له ۲۰۴۰ څخه ۲۲۰۰ افغانیو، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای له ۲۹۰ افغانیو ۳۰۰ افغانیو او د یوه کیلوګرام افریقایي تور چای بیه له ۲۸۰ څخه ۳۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړی وایي چې د یادو توکو بیې په صادروونکو هېوادونو کې د هغو بیو له لوړاوالي سره په کابل ښار کې هم لوړې شوې دي.

خو دی وایي چې د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۲۴ کلیوګرامه لومړۍ سېله پاکسانۍ وریجو بیه له ۲۳۰۰ افغانیو ۲۱۵۰ افغانیو، د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۸۵۰ افغانیو ۱۶۵۰ افغانیو ته رالوېدلې ده.

د نوموړي په خبره، د یادو توکو بیې د هغو د تقاضا د کموالي او وارداتو د ډېروالي له امله راټیټې شوې دي.

د ځینو توکو پرچون پلور د هغو له عمده پلور سره په ځینو مواردو کې لږ، خو په ځینو کې بیا ډېر توپير لري.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین پژواک ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۸۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه د دبۍ بورې بیه ٢٢٥٠ افغانۍ، ۱۶ لېټره سپین غر غوړي په ۱۵۰۰ افغانیو، یو کیلو ګرام شین اندونیزیایي چای په ٣١٠ افغانیو او یو کیلو ګرام افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانیو پلورل کېږي.

په دې اوونۍ کې د سرو زرو بیې راټیټه شوې دي.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورونکی محمد جاوېد وایي چې نن د تېرې شنبې په نسبت، د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۳۷۰۰ افغانیو ٣۶٠٠ افغانیو او د یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۲۰۰ افغانیو، ۳۰۰۰ افغانیو ته رالوېدلې ده.

د کابل په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیو له لوړېدو سره تړاو لري.

د سون توکو بیې له کوم بدلون پرته پر خپل ځای دي.

د وزیر اباد د تېلو ټانګ د کارکوونکي احمد جاوېد د معلوماتو له مخې، نن لکه د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۳۵ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۳۷ افغانۍ پلورل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.