کابل (پژواک، ۵ تله ۹۹): پوليس وايي، د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د نيازبېک په سيمه کې د ماين چاودنې دوه امنیتي منسوبين ټپيان کړي دي.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چادونه نن سهار اته نیمې بجې د پوليسو پر رينجر موټر شوې او د امنیتي ځواکونو دوه تنه یې ټپیان کړي دي.
د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
دا په داسى حال کې ده چې تېره شپه کابل ښار کې د واده په مراسمو کې د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي دي.
د کابل د امنيې قوماندانۍ د یادو ډزو لامل چې په کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، شخصي دښمني ښودلې او د پېښې عاملین یې نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن