ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د لشکر طيبه ډلې پنځو پاکستاني وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کونړ کې د لشکر طيبه ډلې پنځو پاکستاني وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
26 Sep 2020 - 11:35
کونړ کې د لشکر طيبه ډلې پنځو پاکستاني وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
26 Sep 2020 - 11:35

اسعد اباد (پژواک، ٥ تله ٩٩): ځايي چارواکي وايي چې د کونړ په اسمار ولسوالۍ د لشکر طيبه وسله والې ډلې پنځو پاکستاني غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د تلې په ٥مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه په اسمار ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو عمليات کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې د لشکر طيبه ډلې پنځو پاکستاني وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، درې يې وژل شوي او دوه ټپيان دي.

نوموړی وايي چې په یادو عملياتو امنيتي ځواکونو او ولسي خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتى.

د مصمم په وينا، د تېرې شپې په عملياتو کې يو شمېر وسلې او مهمات هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.