ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​خليلزاد: له بشپړ تړون مخکې د طالبانو له خوا د اوربند امکان نشته

​خليلزاد: له بشپړ تړون مخکې د طالبانو له خوا د اوربند امکان نشته

author avatar
26 Sep 2020 - 15:33
​خليلزاد: له بشپړ تړون مخکې د طالبانو له خوا د اوربند امکان نشته
author avatar
26 Sep 2020 - 15:33

کابل (پژواک، ٥ تله ٩٩): که له يوې خوا ټوله نړۍ په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کوي، خو د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي چې له افغان دولت سره تر بشپړ تړونه پورې د طالبانو له خوا د اوربند منل ناممکنه خبره ده.

خليلزاد دغه څرګندونې له امريکايي ټلويزيون (پي بي سي) سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې او ويلي يې دي چې طالبان تر بشپړ تړون مخکې اوربند نه مني.

هغه ويلي، طالبان هڅه کوي چې د افغان شخړې تر سياسي جوړجاړي پورې انتظار وکړي او که بشپړ تړون وشي بيا اوربند ته لاره هوارېږي.

دا په داسې حال کې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو  اترو پر مهال زلمي خليلزاد بار بار دا خبره تکراروله چې له هر اړخيز اوربند پرته امريکا له طالبانو سره تړون نه کوي، خو بيا له اوربند پرته يې دغه تړون لاسليک کړ.

په افغانستان کې د مؤقت حکومت جوړېدو په تړاو زلمي خليلزاد د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې افغان حکومت او طالبان په خپلو مذاکراتو پر دې خبرې کوي.

هغه زياته کړې: ((دا په افغانانو پورې تړاو لري چې څه ډول سياسي لار نقشه جوړوي.))

نوموړي ويلي، دغه لومړى ځل دى د بهرنيو ځواکونو وتلو پر مهال افغانان سره راټول شوي څو يوه سياسي جوړجاړي ته ورسېږي، دا په داسې حال کې چې له افغانستانه د شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو پر مهال افغانان په خپلو کې سره نه وو ناست.

د هغه په وينا، د افغانستان په تاريخ کې دا يو غير معمولي پرمختګ دى چې افغانانو کړى دى.

د امريکا ځانګړي استازي ويلي، دوى غواړي چې د افغانستان جګړه ژر تر ژره پاى ته ورسېږي، امريکا په بين الافغاني مذاکراتو کې دخيله نه ده او نه هم پر هغوى کوم ډول فشار راوړلى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.