ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د دولت مرکچي پلاوي ښځينه غړو د قطري له ښځينه چارواکو سره ليدلي

​د دولت مرکچي پلاوي ښځينه غړو د قطري له ښځينه چارواکو سره ليدلي

author avatar
26 Sep 2020 - 09:33
​د دولت مرکچي پلاوي ښځينه غړو د قطري له ښځينه چارواکو سره ليدلي
author avatar
26 Sep 2020 - 09:33

کابل (پژواک، ٥ تله ٩٩): د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مر‌کچي پلاوي د قطر له ښځينه چارواکو سره د سولې پر روانې پروسې او د دواړو هېوادونو پر همکاريو خبرې کړې دي.

په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مذاکره ‌کوونکي پلاوي له خوا د تلې په ٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پلاوي ښځينه غړو د قطر د بهرنيو چارو وزير د مرستیالې په مېلمستيا کې ګډون وکړ.

سرچينې زياته کړې چې د پلاوي غړو فاطمې ګيلاني، حبيبې سرابي، فوزيې کوفي او شريفې زرمتۍ وردګ د قطر د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې لولوه بنت راشد الخاطر په ماښامنۍ مېلمستيا کې ګډون وکړ چې په کې د قطر یو شمېر ښځینه چارواکو هم برخه اخيستې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې مېلمستيا کې د افغانستان د سولې پر مذاکراتو او د دغه بهیر په پرمختګ کې د همکارۍ لپاره د قطر پر مثبت رول خبرې وشوې.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌ کوونکي پلاوي ښځينه غړو وويل چې دوی به د افغانستان د سولې مذاکرات د افغانانو له غوښتنو سره سم مخې ته يوسي.

دوی ټينګار وکړ، خلک هیله‌ من دي چې دغه بهير بریالی شي او په افغانستان کې د سراسري سولې د ټینګېدو لامل شي.

سرچينې زياته کړې، د دې مېلمستیا غړو په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت، د دوی د وروستیو دوو لسیزو پر لاسته‌راوړنو او په راتلونکي کې د ښځو د وضعیت پر جاج خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، قطري چارواکو وویل چې د دغه هېواد دولت په افغانستان کې د ښځو د وضعیت ښه کولو په تېره د سپورت په برخه کې همکارۍ ته لېوال دی.

د يادونې ده، په دې مېلمستیا کې د قطر له لوري د تکمیلي تحصیلاتو انستېتیوت د شورا، د ټولنیزو چارو بنسټ د بورډ، د ښځو د سپورت د کمېټې او له ترهګرۍ سره د مبارزې، منځګړیتوب او شخړو حلولو په چارو کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړې استازولۍ د دفتر غړو هم ګډون کړي و.

د يادونې ده، شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په قطر کې د طالبانو او افغانستان اسلامي جمهوريت ترمنځ د سولې خبرې رسمي پرانستل شوي، خو مخامخ خبرې لا نه دي پيل شوي او پر طرز العمل او اېجنډا باندې کار روان دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.