د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د مومنددرې ولسوالۍ پاڅونوال دې اکمال شي

د ننګرهار د مومنددرې ولسوالۍ پاڅونوال دې اکمال شي

Sep 26, 2020 - 16:46

جلال اباد (پژواک، ۵ تله ۹۹):  د ننګرهار مومنددرې ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته ګیله من دي چې دې ولسوالۍ ته يې د بيارغونې په برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

دوی وایي، کلونه کېږي دا ولسوالۍ د ولسونو له خوا له وسله والو پاکه شوې، خو حکومت ورسره  پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی.

ځايي اوسېدونکي دغه راز غوښتنه کوي چې د دې ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو تشکيلات دې هم زيات شي او دغه راز دې له پاڅونوالو سره د اکمالاتو په برخه کې هم همکاري ډېره شي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د نوي کال لپاره د مومندرې لپاره پلان جوړ کړی او ژر به دغه سیمو کې د بیارغونې پروژې پلي کړي.

د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ چې کلونه  پکې وسله والو واک درلود؛ خو دوه کاله کیږي چې دغه ولسوالي د ولسي پاڅون کوونکو پر مټ امن شوې، خو خلک یې له حکومته ګیله مند دي چې دوی ته يې د بيارغونې پروژو د پلي کېدو برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د دغې ولسوالۍ يو قومي مشر ملک محمد جميل رفيق زي پژواک اژانس ته وويل، د مومنددرې خلک د روغتیايي امکاناتو، پخو سړکونو او ښوونځيو لپاره د ودانیو نه شتون په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه، په دې ولسوالۍ کې ګڼ کانالونه دي چې جګړو خراب کړي او اوس بيارغونې ته اړتيا لري، ولايتي ادارې ورسره په ځلونو ژمنې کړي خو تر اوسه د يوه کانال بيارغونه نه ده ترسره شوې.

د دې ولسوالۍ قومي مشر او د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان ملک عبدالبصير بيا غوښتنه کوي چې د امنيت د لا ټينګښت او اوسني وضعيت د ساتلو په موخه دې د دې ولسوالۍ د پاڅون کوونکو تشيکلات زيات شي.

هغه وويل، دوی پوستې په کمو کسانو ساتي او که وسله وال مخالفين پرې کوم اټکليز بريد کوي نو بيا يې مقاومت ستونزمن وي او د نورو پوستو سرتيري يې بايد ملاتړ ته لاړ شي.

هغه زياته کړه، پاڅونوال د درنو وسلو نشتوالي برخه کې هم ستونزه لري بايد دغو ټولو برخو ته يې پاملرنه وشي.

د مومنددرې ولسوال محفوظ خان هم پژواک سره خبرو کې دا ستونزې تاييد کړې او ټينګار يې وکړ چې د حل په موخه يې له ولايتي ادارې سره شريکې کړې دي.

د ولسوال په وينا امنيت ولسي پاڅون کوونکو نيولی او که پاملرنه ورته ونه شي نو ښايي بېرته له پاڅون لاس واخلي او وسله والو ته د بيا راتګ مخه خلاصه شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، د مومندرې ولسوالۍ لپاره نوی پلان جوړ شوی، چې په کې د کرنې، بیارغونې او نورې پروژې شامل دي  چې نوي کال کې به يې کارونه پيل شي.

هغه د ولسي پاڅونوالو د تشکيلاتو د زياتوالي او نورو برخو کې د همکارۍ په تړاو وويل چې پخوا هم پاڅونوالو سره مرستې شوي او پلان شته چې نوره همکاري هم ورسره ترسره شي.

مومندره چې د ننګرهار ختيځ ته پرته ولسوالۍ ده نه يوازې د ننګرهار بلکې د ټول هيواد لپاره ځکه ستراتيژيک ارزښت لري چې د تورخم له لارې د سوداګرۍ او مسافرو د تګ راتګ د لارې پيل له همدې ولسوالۍ شوی او تورخم ښارګوټی هم په کې موقعيت لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan