ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندوز کې اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
26 Sep 2020 - 15:02
کندوز کې اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
26 Sep 2020 - 15:02

کندوز ښار (پژواک، ٥ تله ٩٩): د کندوز حکومتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د کندوز د امنيې قوماندان وياند هجرت الله اکبري وايي چې نن سهار د علي اباد ولسوالۍ په رمضاني سيمه کې د ملکي وګړو پر تراکتور د ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

اکبري تور پورې کړ چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري د سړک پر غاړه خښ شوى و.

دغه راز د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي هم ياده پېښه تاييدوي خو وايي چې په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او يو بل ټپي دى.

ده وويل چې دغه پېښه د علي اباد ولسوالۍ په صوفي سيدشاه سيمه کې شوى او د ټپي کس روغتيايي وضعيت هم د اندېښنې وړ دى.

همدارنګه د علي اباد ولسوال امان الدين قريشي پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

د يادې پېښې په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.