غزني ښار (پژواک، ٥ تله ٩٩): د غزني د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږ کال د الوبخارا له ۲۶۰ باغونو څه باندې دوه زره مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي.
د غزني د کرنیزو چارو امر عبدالولي کوچى وايي چې په دغه ولایت کې د الوبخارا څلور ډولونه کرل شته چې تر ټولو مشهور یې «دل ګنجشک» دي او نړیوال بازار هم لري.
د هغه په خبره، د غزني الوبخارا له هېواده بهر هند، پاکستان، متحده عربي امارات، انګلستان، امریکا او کاناډا ته هم صادریږي.
نوموړى زياتوي: ((سږ کال زموږ حاصلات ډېر ښه دي، څه باندې دوه زره مټريک ټنه الوبخارا تر اوسه توليد شوي دي.))
د الوبخارا د پروسس د يوه شرکت مسوول حیات الله شفاهي وايي چې د نورو ولایتونو په پرتله په غزنې کې الوبخارا ډېر تولیدیږي.
هغه وویل چې د دغه ولایت الوبخارا لوړه بیه لري چې دمګړۍ د غزني په بازارونو کې یوه کیلو وچ الوبخارا په ۲۰۰ افغانیو پلورل کېږي.
شفاهي وویل چې د غزني د الوبخارا وو د تولید او پروسس په برخه کې لویه ستونزه بسته بندي ده.
هغه زياته کړه، دا ستونزه د دې لامل شوې چې د دغه ولایت الوبخارا په غير معیاري ډول او په ټیټه بیه له هېواده بهر بازارونو ته صادر او وپلورل شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دوى شرکت د فصل راټولولو په موسم کې د ورځې په منځنۍ کچه تر ۱۰۰ منه الوبخارا پروسسوي او د دغه محصول په پروسس کې ښځې اساسي ونډه لري.
بل لور ته فریبا مهرزاد هغه مېرمنه ده چې په دغه شرکت کې د الوبخارا د پروسس په برخه کې کار کوي.
هغې وویل چې په دغه شرکت کې په کار کولو سره توانېدلې ده چې د خپلې کورنۍ یو شمېر اقتصادي ستونزې هوارې کړي.
د هېواد په کچه د الوبخاراوو څلور زره او ۲۹۴ بڼونه شته چې د يو هکټار حاصل یې اووه مټریک ټنه اټکل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن