کابل (پژواک، ۶ تله ۹۹): د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت له پلاوي سره د ويډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د ملي مصالحې عالي شورا د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې نن خپره او پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې ده، راغلي په دې خبرو کې چې تېر ماښام شوې، د ملي مصالحې عالي شورا رییس د خبرو اترو د ټېم له زغم، همغږي او یووالي مننه او قدرداني کړې ده.
ډاکتر عبدالله زیاته کړه: «تاسو د سولې له پیغام سره د لوی ملي ماموریت ترسره کولو لپاره قطر ته تللي یاست او د افغانستان خلک او حکومت په یوه غږ له تاسو ملاتړ کوي.»
سرچینې زیاته کړې چې په دغو خبرو کې معصوم ستانکزي د حکومت د مذاکراتي پلاوي په استازيتوب د افغانستان د اسلامي جمهوریت له رهبرۍ د سولې د هڅو ملاتړ له امله مننه وکړه او د سولې په خبرو کې د وروستیو پرمختګونو او بدلونونو په تړاو یې معلومات ورکړل.
د ملي مصالحې د عالي شورا رییس د راپور له اورېدو وروسته د خبرو اترو د پرمختګ په اړه خپل نظریات څرګند کړل او د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر هوډ یې ټینګار وکړ چې جګړه پای ته ورسوي او دوامداره او باعزته سولې ته ورسیږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن